تازه خبرونه

کابل د پاکستانيو طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د اوربند بریالی منځګړیتوب وکړ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۱, ۱۴۰۱)

پاکستاني رسنیو ویلي، د پخواني سناتور مولانا صالح شاه پر مشرۍ یو ۵۰ کسیز پاکستانی پلاوی به کابل ته سفر وکړي.

دا پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت تر منځ د خبرو اترو په ترڅ کې له کابل سره د اوربند د غزولو هوکړه وشوه.

اسلامي امارت له دې مخکې هم د کابل پر منځګړتوب د خبرو پخلی کړی و؛ خو دا یې نده څرګنده کړې، چې دا خبرې په کابل کې تر سره شوي او که بل کوم ځای کې.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهانو هم د پاکستاني حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند رامنځته کېدل د افغانستان د روان وضعیت په ګټه بولي او وايي، چې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمېدل به په افغانستان کې ثبات ټینګوي.

د سیاسي چارو کارپوه، ولي فروزان ویلي، اوس د افغان حکومت او طالبانو(اسلامي امارت) لپاره د دې فرصت دی، چې د افغانستان په ګټه ترې ښه استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د ډېرو خونړیو بریدونو پړه پر تحریک طالبان پاکستان اچوي او دا درېیم ځل دی، چې افغانستان د دغو خبرو کوربه دی.

Trending

Exit mobile version