بی بی سی پښتو
کابل روغتون برید: هغه ښځه چې یتیمو ماشومانو ته تی ورکوي
۲۷ کلنه فیروزه عمر له ټلویزیونه خبره شوه، چې په کابل کې پر یوه روغتون خونړي برید کې د مېندو او نرسانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي. پر خواله رسنیو د بوږنونکو تصویرونو له لیدو او له دوستانو سره له غږېدو ورسته د وضعیت سختوالی ورته معلوم شو.
فیروزه خپله د یوه څلور میاشتني ماشوم مور ده. خپل ماشوم ته د تي ورکولو پر مهال یې هغو نویو زېږېدلو ماشومانو ته پام واوښت چې مېندې یې په دغه برید کې وژل شوې.
له همدې فکر سره یې پرېکړه وکړه، چې د دې یتیمو ماشومانو مرستې ته به ورځي.
دا وايي:
”د روژه ماتي وخت له رارسېدو سره سم مې په دې هکله له مېړه سره خبرې وکړې، ورته مې وویل، غواړم له دې یتیمو ماشومانو سره مرسته وکړم. ”
مېړه یې سملاسي ورسره خبره ومنله او ډاډ یې ورکړ، چې د دې د خپل ماشوم پاملرنه به کوي.
تر هغه مهاله افغان ځانګړو ځواکونو د پېښې له ځایه ۱۰۰ ښځې او ماشومان اتاترک روغتون ته خوندي لېږدولي وو، چې د فیروزې له کوره یې واټن نژدې دوه کیلومتره لېرې دی.
دغه سفر چې هغې په ګاډي کې لنډ کړ، ښايي دومره وخت نه وای نیولای، خو پر ښار له دغه خونړي بریده وروسته وېره او تره خپره وه.
هغه وايي:
”روغتون ته له رسېدو وروسته مې ولیدل چې ۲۰ ماشومان یې هلته راوړي، ځینې یې ټپیان وو، له نرسانو سره وغږېدم، هغوی راته ویل، لومړی هغو ته تی ورکړه، چې ډېر ژاړي. ”
فیروزې له هغه وروسته یو په بل پسې څلورو ماشومانو ته تی ورکړ. د هغې له رسېدو مخکې نرسانو هڅه کوله ماشومانو ته له وچو شیدو چمتو شوې خواړه ورکړي.
هغه وايي:
”ځینو ماشومانو په لومړي سر کې شیدې نه څښلې، خو کله چې مې ماړه کړل، خپله مې هم د ذهني ارامښت احساس کاوه، خوښه وم چې مرسته مې ورسره کړې. ”
کور ته له ستنېدو وروسته یې خپل ماشوم منتظر و. دا وايي، خپل زوی ته مې نژدې دوه ساعته وروسته تی ورکړ.
فیروزې خپله تجربه پر خواله رسنیو هم شریکه کړې او له نورو مېندو یې غوښتي چې روغتون ته د وږیو ماشومانو مرستې لپاره ورشي.
نوموړې وايي ځینې نورې ښځې هم روغتون ته ورغلې او دې ماشومانو ته یې تی ورکړی. نوموړې د پېښې پر دویمه او درېیمه ورځ هم روغتون ته ورغلې ده.
فیروزه وايي، داسې یې ځکه وکړل شول چې مېړه یې ورسره بشپړه مرسته او همکاري وکړه.
جنګي جنایت
د سې شنبې ورځې دغه برید پړه تر اوسه چا نه ده منلې، چې د بشري حقونو څار ادارې یو جنګي جنایت بللی دی او افغان حکومت د پېښې عاملینو لټون امر کړی.
کابل کې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ګڼې خونړۍ پیښې او جګړې شوې، خو پر نویو زېږېدلو ماشومانو او مېندو یې د روانې اونۍ دغه برید به د یوې خورا ناوړه پېښې په توګه په ذهنونو کې پاتې شي.
فیروزه وايي، په خپل ښار کې د تاو تریخوالي دغې لړۍ په خفګان اخته کړې، چې په ظاهره یې پای هم نه معلومېږي. هغه وايي:
”دغه ماشومان خپلو مېندو راوړي، خو په روغتون کې پراته دي او پردۍ ښځې شیدې ورکوي. ”
فیروزه غواړي چې د روزل شوې اروا پوه په حیث د هغو ژورو ټپونو په درملنه کې مثبت رول ولوبوي چې ډېری افغان کورنۍ ترې ځورېږي.
نوموړې له دوستانو سره هم اړیکه نیولې چې د تي نه رودلو په صورت کې د ماشومانو لپاره د ورڼیو او وچو شیدو د مرستې لپاره بسپنه وشي.
فیروزه وايي، له ټپیانو پرته نور ماشومان اوس له روغتونه کورونو ته استول شوي دي، خو په وینا یې د هغو لپاره اندېښمنه ده چې په کورونو کې یې څوک نه دي پاتې.
په ټینګار سره وايي:
”زما لومړیتوب به یتیم ماشومان وي. له زړه به خوښه شم، چې که د خپل زوی تر څنګ له دې ماشومانو هم یو وپالم. ”