سوداگري
کابل ښاروالۍ د ککړې هوا له کبله کارخونو ته د تړلو ګواښ وکړ
(Last Updated On: چنګاښ ۱۵, ۱۴۰۱)
کابل ښاروالۍ د کارخونو له خاوندانو غوښتي، چې په ښار کې له ککړې هوا سره د مبارزې لپاره دې د کارخونو لپاره اړوند فلټرونه ولګوي.
دغه خبرتیا د دوبي په پیل کې د تودوخې له زیاتېدو سره خپره شوې ده.
کابل ښاروالۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، دوی ته ډېر داسې شکایتونه رارسېدلي، چې د کابل په صنعتي پارکونو کې کارخونو د هوا پاکولو فلټرونه لګولي ندي.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې راغلي: هغه کسان، چې د فلټرونو په فعالولو کې پاتې راغلي؛ ښاروالۍ به يې کارخونې وتړي او مسوول کسان به قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.