تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ د ۱۸۱ پراختیايي پروژو ډېره برخه بشپړه کړې
د کابل ښاروالۍ مسوولینو ويلي، چې د روان کال په پیل کې مو ۱۸۱ بېلابېلې پروژې درلودې، چې ډېره برخه يي بشپړه شوې ده.
کابل ښاروالۍ څرګنده کړې؛ دمکړۍ په کابل ښارکې د نږدې څلوېښت بېلابېلو پروژو کارونه روان دي، چې د کال ترپایه به يي چارې د یاد بنسټ پر مالي لګښت بشپړې شي.
د ښاروالۍ د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په دې پروژو کې د پليو لارو، سنګ فرشونه، څلور لارو، کانالونو جوړولو او پاکولو ترڅنګ د یو شمېرنورو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو پروژو کارونه شامل دي.
د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي: مونږ د کال په پیل کې د کابل ښاروالۍ په بېلابېلو برخو کې ۱۸۱ پروژې پیل کړي وې، چې ډېرې یې تر اوسه بشپړې شوي او د نږدې ۴۰ هغو کارونه چټک روان دې او د همدې کال تر پایه به بشپړ او ګټې اخستنی ته وړاندې شي.
د خصوصي سکتورځیني غړي، چي په هېواد کې د ساختماني توکو پر تولیدي چارو یې پانګونه کړي هم له کابل ښاروالۍ غواړي، چې پخپلو ساختماني پروژو کې له کورنیو تولیداتو استفاده زیاته کړي، چې د کورنیو تولیدوونکیو تولید شويو توکو ته هم د بازار موندني زمینه برابره شي.
د خصوصي سکتور غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: مونږ د کابل ښاروالۍ په ځانګړي توګه د ټول اسلامي امارت له مسوولینو، چې په هېواد کې یې ساختماني پروژې پیل کړی غواړو، چې زمونږ تولیدي توکي وکاروي، چې دا به ورسره په بازارموندنه کې پوره مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي هم د افغانستان له اسلامي امارته غوښتنه کوي، چې د ساختماني پروژو له پیلیدو سره کولی شي په ملي کچه هم د بي کارۍ کچه راټیټه کړي او هم به کورنیو ساختماني تولیداتو لپاره د کار زمینه برابره شي.