تازه خبرونه
کابل ښاروالۍ په تېرو درې میاشتو کې ۱۴۴ ناڅرګند مړي ښخ کړي
کابل ښاروالۍ څرګنده کړی، چې په تېرو درې میاشتو کې یې د کابل په یوه ادیره کې د ناڅرګندو مړو په ګډون شاوخوا ۱۴۴ مړي ښخ کړي دي.
کابل ښاروالۍ د شنبې پر ورځ ( د سلواغې ۲۲) تویت کړی، چې د کابل ښار د شلمې ناحیې په یوه ادیره کې یې ۳۰ ناڅرګند مړي ښخ کړي دي.
ښاروالۍ زياته کړې، چې د ناڅرګندو مړیو ښخول يې دنده او مسووليت دى او د دغو مړیو د ښخولو مراسم د عدلي طب له تشخيص او د فرهنګي چارو رياست له جواز وروسته ترسره شول.
کابل ښاروالۍ ویلي، چې په تېرو درې میاشتو کې یې د ۱۴۴ کسانو مړي ښخ کړي، چې په دې وروستیو کې تر پلسوخته لاندې موندل شوي دي.
دغه راز کابل ښاروالۍ ويلي، چې د ښار په بېلابېلو برخو کې به معیاري ادیرې هم جوړې شي.
یاد بنسټ په ډاګه کړې؛ د مسلمانانو د مړینې او د ښاري نظم د درناوي په موخه یې د ښار د سویل ختیځې برخې د شلمې ناحیې اړوند د موسهي په سیمه کې پر ۳۹۷ جریبه ځمکه یوه ادیره جوړه کړې ده.
تر اوسه دا نده معلومه، چې موندل شوي مړي د چا دي او دا کسان څنګه او ولې ورک شوي دي.