بی بی سی پښتو
کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه برید
د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قومندان د جنازې مراسمو پر مهال ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي. بريد نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، ځانمرګی برید د سيمه ييزو پوليسو د قومندان شېخ اکرم جنازه کې په داسې مهال شوی چې خلک د جنازې لمونځ ادا کولو ته په را ټولېدو وو. شیخ اکرم تېره شپه د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د والي ویاند د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي. د هغه په خبره، وژل شويو کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی لالا خان ملکزی هم دی.
د والی ویاند وایي چې د ولسي جرګې يو غړی نوراغا ملکزی هم ژوبل دی.
د پېښې له ځايه په خپرو شويو تصويرونو کې پر ځمکه پراته جسدونه او ژوبل خلک ښکاري.
طالبانو ویلي دې برید کې لاس نه لري. کومې بلې ډلې هم تر دې دمه د دې برید مسولیت نه دی منلی.
د ننګرهار عامې روغتيا چارواکي وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون ته د نننۍ پېښې له سيمې ۱۲ جسدونه او ۵۸ ژوبل ور وړل شوي دي. د روغتیايي چارواکو په خبره، د يو شمېر ژوبلو وضعيت نازک بلل شوی دی.
کابل کې پر روغتون وسله وال برید:
بل لور ته د افغانستان پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو ځايي وخت لس بجې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید کړی.
له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې برید پای ته رسېډلی. رپوټونه وایي چې داعش ډلې د دې برید مسولیت منلی دی.
ویل کېږي چې په برید کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۵ نور تپیان دي، خو وروستي جزئیات لا نه دي مالوم.
بي بي سي ته د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سل بستریز روغتون یوه ډاکټر ویلي، بریدګرو د روغتون پر ولادي برخې برید کړی و.
د دغه روغتون یاده برخه د بې پولې ډاکټرانو له خوا تمویلېږي چې ځینې بهرني ډاکټران هم لري.
د کابل پولیس وايي، سیمې ته ځاګړي امنیتي ځواکونه رسېدلي او سیمه کلابنده شوې ده.
دروغتیا وزارت دېبرید کې د دوو ماشومانو په ګډون د اتو کسانو ټپي کېدل مني.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویانده مروه امیني وايي، دوو بریدګرو برید کړی چې یو وژل شوی او بل لا هم جنګېږي.
نوموړې زیاتوي چې افغان سرتېرو تر ۷۲ کسان د برید له ځای اېستلي دی.
د یوه ډاکټر د سترګو لیدلی حال:
د دغه روغتون د نوزیږو برخې یوه ډاکټر عبد الفهیم صمدي بي بي سي ته ویلي، نن له اوږدې رخصتۍ روغتون ته ستون شوی، چې له یو ساعته وروسته د خطر زنګ ووهل شو او خونديخونې ته د تللو ورته وویل شول.
نوموړی وايي، خونديخونه بنده وه، اړ شوو چې د ګاونډي کور ته پر دېوال واوړي:
یو شاوخوا ۲۴ کلن بریدګر مې ولید چې د سرحدي پولیسو جامې یې لرلې او خونې یې لټولې.
دی وايي، نن په روغتون کې د روغتیايي، اداري او امنیتي کسانو په ګډون شاوخوا ۱۴۰ کسان موجود وو، سربېره پر دې روغتون کې میندې او ناروغان هم وو.
د دغه روغتون دوې برخې (نسايي او ولادي) د بې پولې ډاکټرانو له خوا سمبالېږي او نورې برخې یې د افغانستان د دولت پر غاړه دي.
د بې پولې ډاکټرانو یو مېلمستون د روغتون شا ته دی، چې د ډاکټر عبد الفهیم صمدي په وینا، کله چې د ګاونډي کور ته اوښتل، د مېلمستون په دویم پوړ کې یې د چاودنې غږ واورېد.
د نوموړي په وینا، په روغتون کې یو کاناډایی نرس، یوه کینیایۍ قابله هم کار کوي او اداري مسوول یې عراقی دی او د مالي برخې مشري یې د روانډا یو وګړی کوي.