تازه خبرونه
په فراه ولایت کې د بخشآباد د اوبو بند د تونلونو جوړولو چارې پیل شوې
د شنبې پر ورځ ( د غویی ۳۰ ) د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند او د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبدالطیف منصور د فراه ولایت د بخش آباد بند د تونلونو جوړولو چارو پرانیسته وکړه.
ملا عبدالغني برادر وايي، د بخشآباد بند د فراه ولایت لپاره یوه مهمه او حیاتي پروژه ده او د دې پروژې د کار د بشپړولو لپاره :مونږ پخپل ټول وس د دغې پروژې په بشپړولو کې د فراه ولس تر څنګ ولاړ یوو.
ملا برادر وايي، دوی باید د دغه بند اوبه یو کال مخکې زیرمه کړې وای؛ ځکه تر دې دمه یې اوبه ضایع شوې دي.
د ده په وینا، اسلامي امارت ته په هېواد کې ډېرې ستونزې پر میراث پاتې دي، چې په یوه وخت نهشي حل کیدای.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال زیاتوي؛ د افغانستان د بېخبناوو بیا رغونه زیات کار ته اړتیا لري.
د فراه ولایت د بخشآباد بند د تونل جوړولو کار له دوه کلونو راپدیخوا دریدلی و، چې اوس یې د تونلونو د جوړولو چارې عملي پیل شوې.
د دغو تونلونو د جوړېدو د کار د پرانستې په مراسمو کې ملا عبدالغني برادر او نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست عبداللطیف منصور ويلي؛ په دې برخه کې یې بانکي حساب جوړ کړی، څو د دې پروژې د کار بشپړولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ نهشي.
د بخشآباد بند له ښي اړخه ۵۰ کیلومتره او له کیڼ اړخه ۵۲ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ۶۸ زره ۵۹۰ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.