نړۍ
کاناډا سږکال ۴۰۱ زر کډوالو ته د استوګنې زمینه برابره کړې
رویټرز د کاناډایي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې هېواد یې په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې ۴۰۱ زر کدوالو ته د دایمي اوسېدني زمینه چمتو کړې ده.
د یاد راپور له مخې؛ کاناډا د اقتصادي ملاتړ لپاره پر کډوالو تکیه کوي؛ خو په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د کرونا ویروس د مخنیوي د هڅو له کبله کاناډا ته د مهاجرینو د ننوتلو کچه راټیټه شوې وه.
رویټرز زیاته کړې، چې د دغو کډوالو ډېري هغه کسان دي، چې پخوا یې په دې هېواد کې لنډمهاله استوګنه لرله.
د کاناډا د کډوالو چارو وزیر ویلي: تېر کال مو یوه موخه ټاکلی وه او سږ کال مو هغه ترلاسه کړه.
د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې واک ته له رسېدو راپدیخوا د اقتصادي ودې لپاره د کډوالو پر راجلبولو ټینګار پیل کړی دی.
دغه هېواد زیاته کړې، چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې به ۴۱۱ زره نور کډوال هم ومني.
