تازه خبرونه

کاناډا په اوټاوا کې د افغان سفارت د سپارلو په اړه د اسلامي امارت غوښتنه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: کب ۸, ۱۴۰۲)

کاناډايي رسنیو د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دې هېواد په اوټاوا کې د افغانستان سفارت او د قونسلګریو د سپارلو لپاره د اسلامي امارت غوښتنه رد کړې ده.

د اوټاوا سیټيزن ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د کاناډا نړیوالو چارو ادارې ویاند جیسن کونګ ویلي، چې حکومت ان په دې اړه د اسلامي امارت د ۲۰۲۲ ز.کال لیک ته هم ځواب نه‌دی ویلی.

د کاناډا د نړیوالو چارو د دفتر یوه بل چارواکي مریلین ګوورمونټ ویلي دي: کاناډا طالبان (اسلامي امارت) د افغانستان د مشروع حکومت په توګه پر رسمیت نه‌پېژني او هیڅکله به هم دا کار ونه‌کړي. کاناډا به د طالبانو (اسلامي امارت) له‌خوا غوره شوی کوم بهرنی استازی ونمني او د افغانستان له واکمنو چارواکو سره به رسمي اړیکې هم رامنځته نه‌کړي.

د اسلامي امارت له بیا واکنې دو کاله وروسته هم د پخواني رژیم ډیپلوماټانو په اوټاوا کې د سفارت دندې روانې ساتلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت  تل له هېوادونو سره د تعامل لار خلاصه پریښې ده.

Trending

Exit mobile version