Connect with us

تازه خبرونه

کربي: که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، په امن کې به پاتې نه شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-12-22-19h29m44s14

له اتو ورځو وروسته، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت په پای ته رسیدو سره، امریکا د طالبانو مشر ملا محمد عمر او د دې ډلې نور مشران چې د امریکا او افغانستان لپاره ګواښ نه وي، نه په نښه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وسله والو طالبانو او د دې ډلې د نورو غړیو ترمنځ د کرښې په جوړولو سره خبرداری ورکوي، که جګړې ته دوام ورکړي په امن کې به پاتې نه شي.
په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ویاند نظیف الله سالارزی وايي، د نوي میلادي کال په پیلیدو سره په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت پایته رسیږي.

جان کربي: “هغه طالبان چې د امریکا او زموږ د افغان شریکانو پر ضد عملیات ترسره کوي، د امریکا د عملیاتو په چوکاټ کې به راوستل شي.”

د کابل واشنګټن د امنیتي تړون له مخې، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدونکي امریکايي ځواکونه کولی شي چې په ځینو مواردو کې د افغان لوري په غوښتنه، د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه په محاربوي عملیاتو کې برخه واخلي.

Advertisement

تازه خبرونه

اسلامي امارت د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د خپل پلاوي له ګډون خبر ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د غویي شپالسمه څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت یوه پلاوي د ګمبیا هېواد د پلازمېنې بانجول پر کوربتوب د اسلامي همکاریو ټولنې په نننۍ ناسته کې ګډون کړی دی.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو ټولنې د مشرانو پېنځلسمه دوه ورځنۍ غونډه پرون (شنبه د غویی پېنځلسمه) پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د اسلامي همکاریو ټولنې په غونډه کې د دې وزارت د نړیوالو ټولنو د څانګې ویاند او رییس د اسلامي امارت پر استازیتوب ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي امارت پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو ټولنې له لوړ پوړیو چارواکو او د دې ټولنې د غړیو هېوادونو له استازو سره هم وګوري او په بېلابېلو موضوعاتو به ورسره خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د اوسیدونکیو د اعتراضونو د څېړلو لپاره د پوځ د ستر درستیز فصیح الدین فطرت پر مشرۍ د یوه پلاوی له ټاکل خبر ورګړی دی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي  امارت د رهبر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، خو  تېره ورځ په بدخشان کې ځینو سرغړوونکیو پر امنيتي ځواکونو د برید هڅه کړې، چې په پایله کې یې خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ سیمه د کوکنارو له کښت څخه مستثنی نده.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت پر مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی، چې په جوړښت کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د څارنې لوی ریيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توګو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت الله نجيب او د بدخشان د عالمانو شورا ریيس مولوي عبدالمومن برخه لري.

د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له ځواکونو سره په نښته کې یو تن سیمه‌ییز وګړی وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د اسلامي امارت پر ضد اعتراضونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!