تازه خبرونه
کرزي او عبدالله د ایران د رهبر پر مړینه خواخوږي څرګنده کړه
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاینې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د ایران د ستر رهبر آیت الله علي خامنهیي پر مړینه خپله خواخوږي او خواشیني څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې؛ امریکا او اسرائیلو د شنبې پر ورځ پر څو ایراني ښارونو ګډ بریدونه وکړل، چې په کې د ایران رهبر او څو نور لوړ پوړي چارواکي ووژل شول.
حامد کرزي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” له نوموړي څخه د افغانانو پرلهپسې ملاتړ ستایم او د ایران له شریفو خلکو سره خپل پیوستون څرګندوم. زه د دې پېښې د شهیدانو لپاره دعا کوم او د ایران د دوست او ورور هېواد لپاره د سولې، امنیت او پرمختګ هیله لرم.”
عبدالله عبدالله هم په فیسبوک پاڼه کې لیکلي: « د ایران د رهبر، د هغه د کورنۍ د ځینو غړو او ملګرو او وروستیو شهیدانو شهادت خواشیني کړی یم.»
هغه له الله پاک څخه د قربانیانو کورنیو او د ایران خلکو ته د صبر، زغم او لوی اجر غوښتنه کړې ده.