لوبی

کرکټ کولی شي د هند او افغانستان اړیکې ټینګې او پیاوړې کړي _ انس حقاني

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۷, ۱۴۰۱

د افغانستان د اسلامي امارت یوه لوړپوړي غړي انس حقاني ویلي، کرکټ کولی شي د هند او افغانستان ترمنځ اړیکې ټینګې او پیاوړې کړي.

انس حقاني له هندي ټلویزیوني چینل سي ان ان  نیوز– ۱۸ سره په مرکه کې ویلي، چې هند کولی شي د سولې او پرمختګ په اړه خپله پالیسي د پخواني حکومت په څېري.

حقاني زیاته کړې: مونږ هیله لرو، چې هند په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي او له افغانستان سره خپلې دوستانه اړیکې ټینګې کړي. د اسلامي امارت دروازې د هرچا پر وړاندې پرانیستې دي او زمونږ تر څنګ دې خپلې پخوانۍ اړیکې روانې وساتي.

د نوموړي د څرګندونې له مخې، پرته له شکه کرکټ هند او افغانستان نښلوي او د دواړو ولسونو د خلکو د خوښۍ سبب ګرځي.

حقاني دا هم ویلي: مونږ هیله من یوو، چې د هند کرکټ به د افغانستان له اړوند ستونزو سره مرسته وکړي او دا بهیر د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو سبب شي.

Trending

Exit mobile version