تازه خبرونه

کمال الدین توحید د افغانستان او ایران د ګډې خونې نوی مشر شو

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ډېره اړتیا لري.

Published

on

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په لړ کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی کمال الدین توحید د افغانستان او ایران د ګډې خونې د نوي مشر په توګه معرفي شو.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ډېره اړتیا لري.

د شته ننګونو د حل او د سوداګریزو فرصتونو د پراخولو لپاره نوموړی د خصوصي سکټور له‌خواد ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ته وړاندیز او وروپېژندل شو.

له یوې هر اړخیزې بیاکتنې وروسته د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ نوموړی، چې د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو په برخه کې فعال او اغېزمن سوداګر پیژندل کیږي؛ د دواړو هېوادونو د ګډې خونې د نوي مشر په توګه منظور او ومنل شو.

تمه ده، چې د نوي مشرتابه د کار له پیل سره به د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا، د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ پانګونې ته غوره فرصتونه برابر شي.

Trending

Exit mobile version