بی بی سی پښتو
کمرون دیاز ولې له فلمي نړۍ لاس په سر شوه؟
کمرون دیاز چې دوه کاله وړاندې یې له فلمي نړۍ سره مخه ښه وکړه وایي د دغه هنر په پرېښودو سره یې ذهني ارامتیا تر لاسه کړې.
کمرون دیاز د شلو کلونو لپاره په هالیوود کې کار وکړ او په مشهورو فلمونو لکه جان مالکوویچ بودن، د چارلي پرښتې او وانیلي اسمان فلمونو کې کار کړی.
دغې فلمي اداکارې ویلي، وروستی فلم یې په ۲۰۱۴ کې د “اني” په نوم د ویل ګلوک په کارګردانۍ و.
۴۷ کلنې کامرون امریکایي لوبغاړي پادکست ګویینت پالترو ته ویلي، “ذهناً ارامه شوم، ځکه چې اوس ځان ته پام کولی شم”.
مصرۍ ممثله بهیجه حافظ؛ ایران یې قهرولی خو ګوګل ولمانځله
دا ډېره عجیبه خبره ده چې کوم یې، پوهېږم ډېری به یې درک نه کړي، خو په دغه کچه کار کول ډېر سخت دی لکه څومره چې د خلکو په سترګو کې او عام محضر کې واوسې.”
هغه وایي د فلم نړۍ ته دومره ننوتې وم چې خپل شخصي ژوند رانه هېر شوی و.
کامرون چې د تېرو دوو لسیزو راهیسې د هالیوود یوه وتلې اداکاره وه وایي، “پرېکړه مې وکړه چې په ژوند د نورو شیانو غوښتونکې شم.”
د کمرون شهرت هله پیل شو چې د ماسک په نوم یوه فلم کې یې په کال ۱۹۹۴کال کې کار وکړ.
هغه وایي د څو میلیون ډالري فلمونو جوړول ډېر فشار او مسئولیت لري.
هغوی ستا مالکان دي
کمرون دیاز په بله برخه کې وویل، “ما مې خپل ژوند ته وکتل کله چې فلم جوړوې هغوی ستا مالکان دي په ورځ کې ۱۲ ساعته کار کول او یا هم په میاشتو کار کول، بل هېڅ ته هم وخت نه لرې. غوښتل مې پوهه شم ایا ځان ساتلی شم او څنګه کولی شم یوه ځوانه مېرمن واوسم.”
کمرون دیاز په ۲۰۱۸ کال کې ومنله چې په فلمونو کې کار کول یې پرېښودل، خو دا یې هم رد نه کړه چې کومه ورځ به بیا هم فلم کې کار کولو ته مخه کړي که نه؟