نړۍ

که اړتیا وي د روسیې او اوکراین په خبرو اترو کې د ګډون لپاره به ترکیې ته سفر وکړم – ټرمپ

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د غویی پر دوه‌ویشتمه اعلان وکړ، چې هغه به احتمالاً د پنجشنبې پر ورځ د غویی پر پېنځه‌ویشتمه ترکیې ته سفر وکړي او د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو؛ پوتین او زیلینسکي ترمنځ د استانبول په خبرو اترو کې برخه واخلي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې ممکن د روسیې او اوکراین ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو کې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

ټرمپ د دوشنبې پر ورځ د غویی پر دوه‌ویشتمه اعلان وکړ، چې هغه به احتمالاً د پنجشنبې پر ورځ د غویی پر پېنځه‌ویشتمه ترکیې ته سفر وکړي او د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو؛ پوتین او زیلینسکي ترمنځ د استانبول په خبرو اترو کې برخه واخلي.

هغه ویلي: “زه فکر کوم، چې د پنجشنبې د ورځې له غونډې څخه به ښه پایله رامنځته شي… ” د سفر د ارزونې په حال کې یم.”

پوتین د یکشنبې پر ورځ په کریملین کې د خبرو پر مهال وړاندیز وکړ، چې د  غویی پر پېنځه‌ویشتمه به په استانبول کې له اوکراین سره مستقیمې خبرې اترې وشي.

هغه وایي، چې دا خبرې اترې باید د “تلپاتې سولې د ترلاسه کولو او د جګړې د اصلي لاملونو د له منځه وړلو” لپاره ترسره شي.

له دې څرګندونو وروسته ټرمپ په ټروث پاڼه کې ولیکل، چې پوتین له اوکراین سره د اوربند تړون نه غواړي، بلکې د جګړې د احتمالي پای ته رسیدو په اړه د غونډې غوښتنه کوي او اوکراین باید سمدلاسه دې غوښتنې ته غاړه کېدي.

ټرمپ زیاته کړې: “لږترلږه دا به روښانه شي، چې آیا هوکړه ممکنه ده که نه. حتا که کومه هوکړه ونشي؛ اروپايي او امریکایي مشران پوهیږي، چې چېرته یوو او کولی شي د هغې له مخې عمل وکړي.”

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: ” شک لرم، چې اوکراین به له پوتین سره یوې هوکړې ته ورسیږي.”

د پوتین د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز په ځواب کې زیلینسکي د پنجشنبې پر ورځ په استانبول کې د روسیې له ولسمشر سره د لیدنې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

هغه په ​​ایکس پاڼه کې ولیکل: ” د پوتین پر تمه به یم؛ په ځانګړي توګه هیله من یم، چې روسان به دا ځل بهانې ونه لټوي.”

د زیلینسکي لوړ پوړو سلاکارانو پوتین له “اصلي خبرو اترو څخه پر تیښته” تورن کړ او وایي، چې که کریملین د سولې په اړه جدي وي؛ نو باید دا به په عمل کې وښيي.

زیلینسکي په دې ټینګار کوي، چې خبرې اترې باید د رښتیني اوربند له پیل وروسته پیل شي؛ خو په ورته وخت کې د امریکا تر فشار لاندې، هغه له مخکینیو شرطونو پرته د خبرو اترو غوراوی هم رد نکړ.

ترکیې یو ځل بیا ځان د اوکراین او روسیې د سولې خبرو اترو کوربه معرفي کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي؛ انقره چمتو ده، چې خبرې اترې باید دایمي حل ته لار اواره کړي.

اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره په بېلو خبرو کې دا شېبه د “تاریخي بدلون” په توګه یاده کړه.

ترکیې پخوا د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د دواړو خواوو ترمنځ د ناکامو خبرو اترو کوربتوب کړی و او اوس هڅه کوي، چې له دواړو هېوادونو سره د اړیکو پر ساتلو د کړکېچ په کنټرول کې اغېزمن رول ولوبوي.

ټرمپ د خبرو اترو د سمدستي پیل غوښتنه کوي، اروپايي مشران لکه مکرون او د جرمني چانسلر فریډریش میرټز د هر ډول خبرو اترو دمخه د ۳۰ ورځو پر غیر مشروط اوربند ټینګار کوي.

په داسې حال کې، چې کریملین دا غوښتنه “ضرب الاجل” بولي او ټینګار کوي، چې خبرې اترې باید د “پر ځمکنیو واقعیتونو” او د ۲۰۲۲ کال د ناکامو خبرو اترو د چوکاټ پر بنسټ وي.

Trending

Exit mobile version