نړۍ

که ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ پر نښه کړی، ودانیز جوړښتونه به یې وویشتل شي – ټرمپ

ترمپ دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په «ټروت سوشیل» پاڼه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې له لنډمهالي اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي؛ که تهران په هرمز تنګي کې هره بېړۍ د توغندي، راکټ، بې‌پیلوټه الوتکې یا بلې هرې وسلې پر مټ تر برید لاندې راولي، امریکا به یې په ځواب کې د ایران یو پل، برښناکوټ یا تهران ته نږدې نورې مهمې بېخبناوې تر برید لاندې ونیسي.

ترمپ دغه څرګندونې د چارشنبې پر ورځ په «ټروت سوشیل» پاڼه کې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې له لنډمهالي اوربند وروسته د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیاوې یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

په وروستیو اوونیو کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ نور هم ژور شوی او د هرمز تنګي د کنټرول پر سر سیالۍ، چې د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي، د پراخې شخړې د رامنځته کېدا اندېښنې ډېرې کړې دي.

بل لور ته د نړیوالو حقوقو یو شمېر کارپوهانو او د نړۍ مشرانو د ایران د پلونو او برښناکوټونو د پر نښه کولو په اړه د ټرمپ څرګندونې د نړیوالو قوانینو خلاف بللې دي. د دوی پر وینا، پر ملکي بېخبناوو بریدونه د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې واقع کېدی شي.

Trending

Exit mobile version