1393ټاكنې

که حکومت د ټاکنو نیټه اعلان نکړي، په ملي خیانت به تورن شی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې یو شمیر غړي د ملي یوالي حکومت ته خبر داری ورکوي؛ که د ټاکنو نیټه مشخصه نکړي؛ د ټاکنو د نه ترسره کولو په تور به يې چارواکي په ملی خیانت تورن کړي او د اساسی قانون ۶۹ ماده به تطبیق کړي.

دوی وايي چې هیڅوک حق نلري چې د دوي د کار دوام په هکله پریکړه وکړي.

دوی وايي تر څو چې ټاکنې نه وی تر سره شوي، د دوی د کار دوام مشروع او قانوني دی.

 

د قانون له مخې د چنګاښ په لومړۍ نیټه د ولسي جرګې د کار موده پای رسیږي، خو لا تر اوسه د پارلماني ټاکنو نیټه نده معلومه.

رمضان بشر دوست ولسي جرګه ـ کابل:

د ولسي جرګې د ټاکنو د نیټی د نه مشخص کولو په اړه نه اراده ملي خیانت بلل کیږي او په دي سره په سیاسی لوبو سره د ولسي جرګي پر سرنوشت لوبه کول دي.”

عبدال الله محمدی ولسي جرګه ـ بغلان:

” که د څو وروځو په موده کې د ټاکنو نیټه مشخص نشی، نو دوی به په ملي خیانت تورن کړي؛ نو له دې چې حکومت نظام خراب کړي، دوی به حکومت خراب کړي.”

د اساسی قانون په ۹۸ ماده کي راغلي:

پر ولسمشر د بشری ضد جرایمو، ملی خیانت او یا جنایت د ارتکاب تورلګول دولسي جرګې دټولو غړیو د دریمې برخې له خوا غوښتل کیداي شي او که دولسي جرګې دوه برخي لخوا د رایو لخوا تایید شي، ولسي جرګه د یوې میاشتې په موده کې لویه جرګه دایروي او که لویه جرګه منسوب اتهام تصویب کړي، نو ولسمشر له دندی ګوښه او موضوع ځانګړی محکمي ته سپارل کیږي.

همداراز د ولسي جرګي یو شمیر غړي پر ولسمشر د اعتراض سره وايي چې د دوی د کار د دوام په اړه نباید چې د ستري محکمي د پریکړي پر اساس تصمیم ونیول شي.

دوي وايي چې تر هغه چې ټاکنی تر سره نشي، د دوی د کار دوام مشروع او قانوني دی.

شکریه بارکزی د ولسي جرګه ـ کابل:

زما اعتراض پر ولسمشر دی چې ولې د اساسي قانون ۸۳ ماده د تفسر لپاره ستري محکمی ته لیږي. د دغې مادې پر اساس وروسته تر پنځه کال تر ټاکنو وروسته د دوی کار پای ته رسیږی، نو نباید چې دیموکراسي تر پوښتنی لاندي راولي.

 

عبیدالله بارکزی مجلس نمایندگان – اروزگان:

دولسي جرګې په اړه د تصمیم په باب د ولسمشر لخواسترې محکمې ته استول کوم د ساعتیری کار ندی. ستره محکمه حق نلري او هم ولسمشر حق نلري؛ موږ د ولس نمایندګان یو.

دولسي جرګي رییس عبدالرووف ابراهیمی   بیا وايي چې له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال هغه ژمنه وکړه چي ژر به ټاکنو نیټه مشخص کړي:

ولسمشر اراده لري چې د ټاکنو نیټه مشخص کړي او ولسمشر د ولسي جرګي د کار ددوام په اړه هم کوم مخالفت نلري.

دا په داسي حال کې دي چې ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته پنځه ورځي وخت ورکړي تر څو د ټاکنو د چمتوالي په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

 

 

Trending

Exit mobile version