سوداگري
که حکومت د پانګونې په اړه نوې تګلاره عملي کړي لس زره کسانو ته به د کار زمینه برابره شی
د افغانستان د صنايعو ټولنه وايي، كه حكومت د پانګونې په اړه نوې تګلاره عملي كړي تر يوې مياشتې په لږه موده كې به يوازې د څرخي پله په صنعتي پارك كې لس زرو كسانو ته د نوي كار زمينه برابره شي.
د افغانستان د صنايعو ټولنې د شنبې په ورځ ( د زمري ۱۲ ) پر ۲۳۰ بې وزلو كورنيو خوراکی توکي ووېشل.
د افغانستان د صنايعو ټولنې رئيس جبار صافى وايي:
دا توكي د صنعت كارانو له خوا مرسته شوي و، چې ټول يې كورني توليدات دي.
له بلې خوا د دغه ټولنې مسئولين زیاتوي، هغه سروې چې د څرخي پله په صنعتي پاركونو كې شوې ښيي، چې كه هغه ملاتړې تګلاره چې څه موده وړاندې د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې عملي شي يوازې به د دغه پارك په كارخانو كې لس زره نوي كارونه رامنځ ته شي.
خو د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي وايي:
له پانګونې د ملاتړ نوې تګلاره د وزيرانو شورا تر تصويب وروسته د پلي كېدو وړ ده.
د سوداګرۍ وزير همدارنګه وايي، دا چې د دې تګلارې له پلي كېدو لږه موده كېږي نه شي كولاۍ د ګټې دقيقه اندازه يې وښيي.
له كلونو كلونو وروسته دا لومړى ځل دى، چې د افغانستان حكومت په دې هېواد كې د پانګونې د ملاتړ په موخه لنډ مهاله تګلاره تصويبوي.
د دې تګلارې له مخې هر پانګوال، چې د ۲۰۱۵ م كال تر بشپړېدو مخكې له يو ميليون ډالرو ډېره پانګونه وكړي اووه كاله د ماليې له وركولو بښل كېږي او ځمكه يې هم وړيا په واك كې وركول كېږي.