سوداگري

که خلك په خپلو پيسو په بانكونو كې پانګونه وكړي بهرنيو مرستو ته به اړتيا نه وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان بانك وايي، افغانان لږ ترلږه پنځوس ميليارد ډالره نغدې پېسې په خپلو كورونو كې ساتي. د دغه بانك چارواكي وايي، كه په افغانستان كې د بانكدارې نظام د پام وړ وده ونه كړي او خلك په خپلو پيسو په بانكونو كې پانګونه وكړي بهرنيو مرستو ته به اړتيا نه وي.

د افغانستان د سوداګرې او صنايعو خونې د افغانستان د دولتي او خصوصي بانكونو د يو شمېر مسئولينو په ګډون په كابل كې مالي سرچينو ته د رسېدو تر نامه لاندې دوهمه غونډه وكړه.

په دې ناسته كې د سوداګرې خونې د عامل پلاوي رئیس قربان حقجو له شپږو بانكونو سره هوكړه ليك هم لاسليك كړ، چې له مخې يې هغه كسان، چې د دغه خونې له خوا د پورونو د ترلاسه كولو په موخه بانكونو ته ورپېژندل كېږي د نورو كسانو په پرتله به يې د پورونو ټكټانه له دوه سلنې تر شپږ سلنې كمه وي.

له بلې خوا د افغانستان بانك مرستيال خان افضل هډه وال وايي، په افغانستان كې بانكدارۍ پرمختګ كړى، خو ډېر كار ته اړتيا لري.

نوموړى دغه راز وايي، اوس خلك لږ ترلږه پنځوس ميليارد ډالره په خپلو كورونو كې ساتي، چې لامل يې په بانكونو د خلكو بې باوري ګڼي.

د افغانستان بانك د شمېرو له مخې اوس له ۱۱ ميليارد ډالرو ډېرې پيسې په خصوصي او دولتي بانكونو كې ساتل كېږي.

دا بانك همدارنګه وايي، چې كه د پور وركولو بهير په لازمه توګه زياتوالى ومومي د افغانستان اقتصاد به بهرنيو مرستو ته اړتيا ونه لري.

Trending

Exit mobile version