Connect with us

تازه خبرونه

که د تاوتریخوالي مخنیوی ونشي د ملکي وګړیو مرګ و ژوبله به ډېره شي – راپور

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي د دوشنبه پر ورځ خبرداری ورکړی، چې د روانې جګړې او د دې په پایله کې د اغېزمنو خلکو وژنو، بد چلند، تعصب او تبعیض له رامنځته کېدو اندېښمن شوي دي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې پر ورځ د زمري ۴ په ډاګه کړې؛ که په افغانستان کې اړین او بنسټیز ګامونه پورته نشي، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې به ملکي مرګ ژوبله بېسارې لوړه شي.

د ملګرو ملتونو راپور، چې نن خپور شوی ښیي؛ له هغه مهاله، چې یوناما په افغانستان کې د ملکي مرک و ژوبلې ثبتول پیل کړي؛ د سږني ۲۰۲۱ زېږدیږ کال ملکي زیانونو تر ټولو لوړه کچه رامنځته کړې ده.

یوناما څرګنده کړې؛ د روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال په تېرو ۶ میاشتو کې له وسلوالو جګړو ۵۱۸۳ ملکي تلفات (۱۶۵۹ وژل شوي او ۳۲۵۴ ژوبل) ثبت شوي، چې د ۲۰۲۰ کال د ورته مهال په پرتله ۴۷ په سلو کې زیاتوالی ښيي.

یوناما د مې او جون په میاشتو کې ځاني زیانونه د اندېښنې وړ بولي او څرګندوي؛ ټولټال ۲۳۹۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې (۷۸۳ وژل شوي او ۱۶۰۹ ټپیان) چې دا له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا، چې یوناما په منظم ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي؛ ترټولو لوړ شمېر دی. د ۲۰۲۱ له جنورۍ تر اپریل میاشتو موده کې ۲۷۹۱ ملکي کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې (۸۷۶ وژل شوي او ۱۹۱۵ ټپیان).

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډيبرا لاينز ويلي: زه له طالبانو او حکومتي مشرانو هیله کوم، چې د جګړو بې خونده او وحشتناکې تراژیدۍ او پر ملکي وګړیو يې ويجاړوونکیو اغېزو ته پام وکړي. دا راپور ښکاره خبرداری ور کوي، چې که د مخ پر ډېرېدونکي تاوتريخوالي مخه ونه نيول شي؛ نو سږکال به ملکي افغانانو ته درنده مرګ و ژوبله واوړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، چې د یوناما مشره هم ده پر طالبانو او حکومتي مشرانو غږ کړی، چي: د خبرو اترو پر میز خپلې هڅې چټکې کړي او د افغان پر وړاندې د افغان د جګړې مخه دې ونیسي؛ افغانان دې خوندي کړي او د هغوی د ښه راتلونکي لپاره دې هیله من شي.

د یوناما د راپور له مخې؛ د می او جون په خونړیو میاشتو کې ډېرې جګړې له ښارونو بهر نسبتآ کم نفوسه سیمو کې ترسره شوي دي. ملګري ملتونه سخته اندېښنه لري، چې که په ښاري ګڼمیشتو سیمو کې پوځي کړنې ترسره شي؛ نو د ملکي وګړیو لپاره به یې پایلې ناورین رامنځته کوونکې وي.

ملګري ملتونه ښکېلو لوریو ته د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې د دوی نړیوال مسوولیتونه وریادوي او د دوی ځانګړیو هڅو ته نغوته کوي، چې ترټولو وروستۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۸مه نېټه د حکومتي او طالب استازیو ترمنځ د قطر په دوحه کې ګډه خپره شوې بیانیه ده، چې دوی په کې ملکي وګړیو ته د ځاني زیان نه رسیدو ژمنه کړې ده.

دیوناما ځانګړې غونی ځیږوو اندېښنه داده: د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمايي کې نږدې نیمايي ملکي مرګ و ژوبله ښځو، هلکانو او نجونو ته وراوښتې او د ټولو ملکي تلفاتو ۴۶ په سلو کې برخه جوړوي، چې ۳۲ په سلو کې (۱۶۸۲ ) یې بیا ماشومان(۴۶۸ وژل شوي او ۱۲۱۴ ټپیان). ۱۴ په سلو کې تلفات ښځو ته اوښتي، چې ټول ۷۲۷ کسان کیږي (۲۱۹ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان). ډېره ځوروونکې بیا داده، چې د بل هر کال د لومړۍ نیمايي پر پرتله، چې یوناما یې تلفات ثبت کړیدي؛ د سږکال په لومړي نیمايي کې ډېري ښځې او ماشومان وژل شوي او تپیان دي.

یوناما دا هم څرګنده کړې؛ د حکومت مخالف عناصر د ټولو ملکي تلفاتو د ۶۴ په سلو کې مسوولیت لري، چې: ۳۹ په سلو کې یې د طالبانو، نژدې ۹ په سلو کې یې د اسلامي دولت د خراسان ډلې لخوا او ۱۶ په سلو کې یې د نامشخصو حکومت مخالفو ډلو لخوا رامنځته شوي دي.

دغه راز حکومت پلوي ځواکونه د ۲۵ په سلو کې ملکي تلفات مسوولیت لري، چې: ۲۳ په سلو کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او ۲ په سلو کې یې د حکومت پلوه وسلوالو ډلو او نامشخصو حکومت پلوو ځواکونو لخوا رامنځته شوي دي.

یوناما د ټولو تلفاتو ۱۱ په سلو کې د ځمکنیو جګړو او ډزو له کبله او نورو پېښو لکه د ناچاوده توکو او د پاته شویو چاودیدونکیو توکو له امله رامنځته شویو چاودنو ته منسوبوي، چې مشخص اړخ یې نشي په ګوته کیدی.

د ۲۰۲۰ کال د ورته مودې په پرتله، حکومت ضد عناصرو ته منسوب ملکي تلفات۶۳ سلنه ډېر شوي. پداسې حال کې، چې دولت ته منسوبو ځواکونو له لوري ملکي تلفات ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.

د افغان ځواکونو ویاند جنرال عمر شینواري نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وینا وکړه او د افغان ځواکونو لخوا د ملکي تلفاتو په اړه یې د یوناما راپور رد کړ.

هغه ویلي، چې امنیتي ځواکونو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له ډېریو سیمو شاتګ کړی دی.

دغه راز طالبانو هم د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور رد کړی او هغه یې یو اړخیز او له دروغو ډک نومولی دی.

طالبانو په ډاګه کړې: په تېرو شپږ میاشتو کې د اسلامي امارت مجاهدین په قصدي ډول ملکیان وژلي یا بریدونه ترسره کړي چې کېدای شي د ملکي وګړو تلفات اړولی شي.”

د یادونې وړ ده، چې یوناما له ۲۰۰۹ کال راپدیخوا په سیستماتیک ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو یوه پېښه هم نده منسوب شوې.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!