Connect with us

تازه خبرونه

په کاپیسا کې ناڅرګندو وسلوالو ښځینه پولیسه وژلې

خپور شوی

د

د کاپیسا پولیسو ویلي، چې تېره شپه په خپل کور کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې ده.

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش ویلي، چې دغه پېښه د یکشنبې پر شپه شاوخوا ۹ بجې د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ د شیرک پیرک په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، دغه يولیس افسره په خپل کور کې وژل شوې ده.

د وژنې علت ناڅرګند دی؛ خو شورش وايي، چې پدې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر دې دمه کومې ډلې یا فرد د برید مسولیت ندی منلی.

تازه خبرونه

یوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۹, ۱۴۰۵

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ۲۸ ملکي وګړو وژنه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.

دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.

د یوناما د څرګندونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي. همدارنګه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلام‌آباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو

د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ملکي وګړو پر کورونو د بریدونو په‌اړه  ورته پرېکنده اعتراض وړاندې شوی دی.

د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.

دغه بریدونه د اسلامي امارت له‌خوا له نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر سختو ټکو یې غندلي دي.

د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له دې وړاندې هم د ځینو امنیتي پېښو او چاودنو په تړاو افغانستان بې‌له معتبره شواهدو تورن کړی او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته زیان رسوي او د زور له لارې د ستونزو د حل تګلاره ناکامه بلل کېږي، چې د سیمه‌ییز ثبات لپاره منفي پایلې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان د هوايي بریدونو ۳۳ ټپیان کابل ته ولېږدول شول

د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.

Published

on

د پکتیا روغتیايي مسوولانو ویلي: د پاکستاني پوځي رژیم د هوايي بریدونو ۳۳ سخت ټپیان، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو بریدونو پر مهال ټپیان شوي وه؛ د بېړنیو درملنیزو چوپړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره د چورلکې پرمټ کابل ته لېږدول شوي دي.

د روغتیایي مسوولانو د څرګندونو له مخې؛ یاد کسان د هغو ۶۶ سختو ټپیانو یوه برخه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې له بریدونو وروسته یې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی و.

ټپیان د کابل په یو شمېر دولتي روغتونونو کې بستر شوي او متخصصې روغتیايي ډلې یې درملنه کوي. تر اوسه د نورو سختو ټپیانو د روغتیايي وضعیت او کابل ته د هغوی د احتمالي لېږد په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

دا لېږدونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغان چارواکي اوس هم د تېرې شپې د هوايي بریدونو د مرګ‌ او ژوبلې د کچې ارزونه کوي.

اسلامي امارت پاکستان د دغو بریدونو مسوول بولي او وایي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي؛ شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغو بریدونو پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه راپارولي او د افغانستان یوشمېر پخوانیو چارواکو او نړیوالو څېرو د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو د هواري غوښتنه کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117