تازه خبرونه
که طالبان سوله ونکړي؛ مونږ به په افغانستان کې د جمهوریت ملاتړ وکړو – خليلزاد
د افغانستان د سولې امریکایي استازي زلمی خلیلزاد په ډاګه کړې؛ که طالبان سوله غوره نکړي؛ نو امریکا به د هغو افغانانو ملاتړ وکړي، چې د جمهوري ریاست لپاره هڅې کوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یولړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې تاشکند، دوحې کابل او دوشنبې ته خپل کاري سفرونه پای ته رسولي دي.
خلیلزاد ویلي، چې نړیواله ټولنه به په نوي فصل کې د افغانستان د سولې هڅې روانې وساتي.
د امریکا ځانګړي استازي له افغان مشرانو غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې لپاره له رامنځته شوي تاریخي فرصت ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه نړیواله اجماع؛ پر سیاسي حل، د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د نظامي حل د تپلو د هر راز هڅو پر ردولو راڅرخي.
د اروپايي اتحادیې، ناتو، جرمني، فرانسې، ایټالیا، ناروې، انګلستان او امریکا ځانګړيو استازیو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، چې پسرلني نااعلان شوي بریدونه ودروي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ویلي؛ ډیپلوماټان، ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالین به خوندي پاتې شي او د سولې خبرو د پرمختګ لپاره د تورنوملړ له منځه وړل اړین دي.
