تازه خبرونه

که طالبان له سولې ډډه وکړي، پرېکړه به د جګړې په ډګر کې کوو – اشرف غني

Published

on

ولسمشر غني پرون (دوشنبه د غویی  ۲۷)  د امریکا پي بي اس ټلویزیون ته ویلي، چې که طالبان له سولې ډډه نکوي؛ باید داسې سوله وغواړي، چې په کې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې او د وګړیو په ځانګړي توګه د ښځو حقونه خوندي شي.

غني ويلي، چې که طالبان د جنګ او زور له لارې واک ته رسیدل غواړي او پر خلکو یو دیکتاتور رژیم تپي؛ نو وروستۍ پرېکړه به د جګړې په ډګر رامنځته شي.

غني زیاته کړې؛ له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو له وتلو وروسته، امنیتي ځواکونه له هېواده د دفاع وړتیا لري.

هغه په دې اړه ویلي؛ مونږ تر میاشتو چمتووال لرو.

اشرف غني وایي: جګړه به آسانه شي؛ ځکه، چې د هغوی ټولې دسیسې او په افغانستان کې د هغوی د دایمي پاتې کېدو نړیواله هیله پای ته رسیدلې. مونږ اړ یو، چې ګډ کار وکړو.

غني زیاته کړې، د سیمې هېوادونه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خوښ دي.

دی وایي: که څه هم طالبان په ولایتونو کې د سیمې د نیولو هڅې کوي؛ خو مونږ باید یوه ګډه ستراتیژي خپله کړو.

ولسمشر پهدې اند دی، چې طالبان هره خوا بریدونه کوي او یو ویجاړونکی ځواک دی.

هغه څرګنده کړې: ارغنداب د کندهار يوازنۍ ولسوالۍ وه، چې طالبانوغوښتل خپله ولکه پرې ټینګه کړي؛ اوس ترې خلک کرکه لري.

د سولې خبرو په اړه ولسمشر اشرف غني ویلي؛ طالبان باید د ټاکنو پر بنسټ سیاسي سیسټم ومني.

نوموړي ویلي: دا یوه بنسټیزه موضوع ده؛ نور شیان د خبرو اترو او بحث وړ دي. که دا بنسټیزه موضوع ونه منل شي؛ نو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې، د ښځو، ځوانانو، اقلیتونو او ټولو حقونه به تر پوښتنې لاندې راشي.

ولسمشر خبرداری ورکړې؛ که جګړه همداسې روانه ږي، نو واک و ځواک به خوشې نکړي.

هغه په دې اړه وایي: که جګړه روانه وي؛ زه اعلی سر قومندان یم، خپل خلک او امنیتي ځواکونه نه پریږدم. زه چمتو یم، چې د خپل هېواد لپاره مرګ ومنم.  زه له واک سره مینه نلرم، زه قانون غواړم او افغان ټولنه نظم غواړي.

ولسمشر څرګندوي، چې تروریستي ګواښونه له مینځه نه دي تللي، بلکې بدل شوي دي.

هغه زیاته کړې؛ ترهګریزې شبکې یوازې د سیمې ندي، بلکې د داعش ښځې او ماشومان، چې په افغانستان کې نیول شوي د ۱۶ بېلابېلو هېوادونو وګړي دي.

Trending

Exit mobile version