تازه خبرونه
که عالمان او امیران خپلې دندې غوره ترسره کړي، ټول خلک به اصلاح شي- د اسلامي امارت رهبر
آخوندزاده دغه څرګندونې د کندهار ولایت د ولسوالیو او ښاري حوزو له عالمانو سره د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې ګڼو عالمانو، مخورو او د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د افغانستان اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، عالمان په شرعي چارو کې واک لرونکي دي او خلک یې اطاعت کوي؛ امیران د شریعت له مخې په سیاسي، جهادي او اصلاحي چارو کې د واک لرونکي ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، که دغه دواړه ډلې غوره وي او خپلې دندې سمې ترسره کړي، ټول خلک به اصلاح شي.
آخوندزاده دغه څرګندونې د کندهار ولایت د ولسوالیو او ښاري حوزو له عالمانو سره د اسلامي نظام د ټینګښت او پیاوړتیا لپاره په جوړه شوې غونډه کې کړې دي. په دې غونډه کې ګڼو عالمانو، مخورو او د اسلامي امارت یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې، چې عالمانو په هر وخت کې د دین، اسلام او شریعت د ټینګښت لپاره هڅې کړې دي او په سختو شرایطو کې یې دین ژوندی ساتلی او تر خلکو رسولی دی.
هغه ویلي:« الله تعالی دین او اسلام عالمانو او امیرانو ته سپارلی او د هغه د ساتنې مکلفیت یې ور تر غاړې کړی دی. امیران په خپل ځواک د دین، اسلام او شریعت ساتنه کوي او عالمان د شرعي احکامو پر بیانولو هغه خلکو ته رسوي.»
آخوندزاده ویلي، چې عالمان د الله تعالی له لوري د الهي حقونو د ساتنې لپاره استازي او ځایناستي دي او پر هغوی دروند مسوولیت ایښودل شوی، چې د الله دین خلکو ته ورسوي، احکام یې ورته بیان کړي، ترې دفاع وکړي او خلکو ته دیني لارښوونې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، عالمان د منکراتو مخه نیسي او زیانونه یې خلکو ته بیانوي.
هغه وایي، که عالمان خپلې دندې پر کلکه اراده ترسره کړي؛ په ټولنه کې به تر ډېره منکرات له منځه ولاړ شي او د جاهلیت دودونه به پای ته ورسېږي.
آخوندزاده ټینګار کړی؛ اوس د خدمت لپاره مناسب فرصت برابر شوی، چې د الله دین ته خدمت وشي او اسلامي شریعت پلي شي.
هغه همداراز ویلي:« دا د الله تعالی لوی نعمت دی او اوس مسلمانان داسې نظام لري، چې خلک شریعت ته رابولي. الله تعالی نن په افغانستان کې شرعي نظام ټینګ کړی دی. له شرعي امیر سره بیعت د مسلمانانو پر اتفاق او د جهاد له لارې ترلاسه شوی دی.»
د اسلامي امارت رهبر له عالمانو غوښتي؛ له یو بل سره مینه او باور پیاوړی کړئ، چې مخالفین د اختلاف او تفرقې د رامنځته کولو فرصت پیدا نهکړي. هغه ویلي، باید د اطاعت روحیه هم د عالمانو ترمنځ او هم د خلکو په منځ کې پیاوړې شي، چې یووالی ټینګ او د فتنې دروازې وتړل شي.