سیمه ییز خبرونه
که له امریکا سره امنیتی هوكړه ليك مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي افغانستان پرېږدي
افغان ولسمشر وايي، كه له امريكا سره اوږد مهاله هوكړه ليك مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي له افغانستان څخه ووځي. دى همدارنګه وايي، چې افغانستان او امريكا بايد په امنيتي سند كې خپلې ګډې ګټې په روښان ډول او برابري وويني.
د كابل او واشنګټن تر منځ پر امنيتي هوكړه ليك خبرې اترې په دې ورځو كې د افغان او امريكايي چارواكو په تودو بحثونو اوښتې دي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي:
په دې سند كې د افغانانو د ګټو د خوندي كولو په هڅه كي دی، خو امريكايي چارواكي بيا بېړه لري څو دا سند ژر لاسليك شي.
ولسمشر حامد كرزي له بي بي سي شبكې سره په مركه كې يو ځل بيا ټينګار كړى، چې بايد د افغانانو ګټې په دې سند كې په پام كې ونيول شي.
افغان ولسمشر همدارنګه زیاتوي، چې كه دا هوكړه ليك په اوږدمهال كې مونږ ته ګټور نه وي، امريكايان كولاى شي، افغانستان پريږدي. دا سند بايد د افغانستان موخو او ګټو ته مناسب وي. كه زمونږ حال ته مناسب نه وي او كه د هغوی حال ته هم مناسب نه و، روښانه ده، چې هر لورى به جلا لار په مخ كې نيسي.
د ناامنيو پر پراختيا اندېښنه بله مسئله ده، چې ښاغلى كرزى پرې اندېښنه ښكاره كوي. دى وايي، د افغانستان پر روان امنيتي حالت خوشبين نه دى.
حامد کرزی همدارنګه وایی، د امنيت په ډګر كې د ناټو كړنې د افغانستان د كړاو سبب شوې، ډېرو خلكو خپل ژوند له لاسه وركړ او هېڅ پرمختګ حاصل نه شو او افغانستان امنيت نه لري زه خوښ نه يم، چې ووايم نسبي امنيت لرو. دا هغه څه نه دى، چې په لټه كې يي ووسو. هغه څه چې مونږ غواړو بشپړ امنيت او د ترهګرۍ پر ضد مشخصه او روښانه جګړه ده.
افغان ولسمشر همدا راز وويل، ناټو بايد د افغانستان په كليو او لرو پرتو سيمو كې جګړه ودروي او هغو ځايونو كې جګړه وكړي چېرې، چې ترهګر خوندي ځايونه لري او فعاليتونه تر سره كوي. ښاغلى كرزى وايي، د كابل او واشنګټن تر منځ تر ټولو ناندريزه مسئله همدا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې څرنګوالى و.
نوموړی همدارنګه په ډاګه کوي، چې په لومړنيو كلونو كې زمونږ او بوش تر منځ په نظرياتو كې ډېر بدلون نه لېدل كېده. زمونږ اړيكې له ۲۰۰۵ كال څخه را په دېخوا زمونږ د خرابه اړيكو فصل پيل شو، كله چې مونږ د ملكيانو د لومړنۍ وژنې شاهدان و، كله چې مونږ وليدل د ترهګرۍ پر ضد جګړه په هغه ځاى كې، چې تر سره شوې واى تر سره نه شوه. مونږ غواړو له افغانستان څخه بهر د ترهګرو د پناځايونو او ښوونيزو مركزونو پر وړاندې مبارزه پر مخ ولاړه شي، نه دا چې ناټو او امريكايي پوځيان د افغانستان په كليو كې عمليات تر سره كړي او د افغانستان خلكو ته زيان ورسوي.
د فساد له پراختيا څخه اندېښنه بل مورد وو، چې ولسمشر ورته اشاره وكړه. مرستندوى هېوادونه فساد د افغان حكومت يوه ستره كمزوري بولي، خو افغان ولسمشر يو ځل بيا يادونه وكړه، چې د فساد ستر اړخ بهرنيان دي.
ولسمشر ووېل، زمونږ حكومت كمزورى شوى او د نورو حكومتونو په پرتله غېر موثر دی. مونږ تازه كارونه پېل كړي، خو ستر فساد، سل ميليون ډالريز فساد د افغانانو كار نه وو. اوس ټول پر دې پوهېږي. دا د بهرنيانو فساد وو. اصلي او فرعي تړونونه، پېچلي او ګونګ تړونونه، چې خلكو ته وركړل شول، او پېسې هر لور خپرې شوې، چې وفاداري وپېرل شي، پېسې چې هر طرف خورې شوې څو پورې په سياستونو او پلانونو كې د افغان چارواكو تسليمي وپيرل شي، چې د افغانستان خلك ورسره موافق نه دي. دا د فساد اصلي برخې وې.
په همدې حال كې ډېر افغانان په دې باور دي، چې اداري فساد له ناامنيو او نشه يي توكو وروسته د افغانستان پر وړاندې درېيمه ننګونه ده او اړينه ده، چې پر وړاندې يي په ګډه ملي او نړيواله مبارزه وشي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.
ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.
دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.
اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسلهوالې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
تازه خبرونه3 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
لوبی3 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه2 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی2 days ago
اټک انرژي او موج ساحل د دوشنبې د ورځې لوبې وګټلې