تازه خبرونه

که له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، حکومت به وشړیږي- جان سپکو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان په بیارغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس خبرداری ورکړ، چې که له اداري فساد سره جدي مبارزه ونه شي، حکومت به له دننه وشړیږي او په روانه جګړه کې به بریا هم له ننګونو سره مخ شي.

د اروپایي ټولنې څلورمه ناسته له فساد سره د ګټورې مبارزې د تګلارې د موندنې تر سرلیک لاندې جوړه او استازي یې په کې د کابل د وروستۍ پېښې قربانیانو ته د درناوي لپاره څو شیبې چوپ پاتې شول.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا د مرستو د څار ځانګړې اداره  که څه هم له فساد سره په مبارزه کې نړیواله ټولنه د افغان دولت نږدې همکار ګڼي؛ خو د دې پدېدې شتون د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې د ناکامۍ یو علت هم بولي.

د افغانستان په بیارغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې ادارې رییس جان سپکو وایي؛ له پوځي پلوه له ترهګرۍ سره مبارزه مهم لومړیتوب ګڼل ګیږي؛ خو که فساد وي، حکومت له دننه شړیږي، نو له دې کبله له دې پدیدې سره مبارزه نه شي کیدای دوه یم لومړیتوب وي، فساد په جګړه کې بریالیتوب له ستونزو سره مخ کوي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري مایدون وایي؛ اداري فساد د دولت پر ضد دریدليو کسانو ته فرصت ورکوي، چې ترې د دولت پر ضد ګټه واخلي، باید د اداري فساد په وړاندې څو پورې، چې نتیجه ورکوي، مبارزه روانه وساتل شي.

په دې ناسته کې د اداري فساد شته والی د سولې بهیر د له منځه وړلو یو عامل هم ګڼل کیږي.

د افغانستان په بیا رغاونه کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې رییس له عدلي او قضایي مرکزونو غواړي، چې پر فساد ککړ ټول چارواکي په سزا ورسوي.

افغانان باید ډاډ حاصل کړي، چې راتلونکې ټاکنې رڼې دي او رایې یې بې ځایه نه ځي.

دغه راز کومې مرستې، چې له ټاکنو سره کیږي، باید د روڼتیا په برخه کې ولګول شي، نه دا، چې پر ټاکنیزو کمپاینونو ولګول شي.

جان سپکو وایي، باید له فساد سره مبارزه دوه یم لومړیتوب نه وي او له ټاکنو سره شوې مرستې باید ټاکنیزو کمپاینونو کې ونه لګول شي.

ولسمشر غني تر ډېره په دې ناسته کې د مرستندویه هېوادونو تر پوښتنو لاندې دی، که څه هم نوموړی په دولتي بنسټونو کې فساد مني؛ خو وایي: ژمن دی، چې په دې لار کې جدي مبارزه وکړي.

ولسمشر اشرف غني وایي؛ خلک له مونږ پوښتي، چې د نړیوالې ټولنې میلیاردونه دالر څه شول، مونږ باید له فساد سره د مبارزې لپاره راڼه میکانیزمونه ولرو؛ سمونونه پیل شوي دي، په امنیتي سکتور کې کار روان دی، بودجه رڼه شوې، په تړونونو کې هم روڼتیا راغلې؛ خو اوس هم له فساد سره مبارزه له ګواښونو او مقاومتونو سره مخ ده.

ولسمشر غني وایي، د افغانستان کورني عواید به تر ۲۰۲۴ کال پورې اته میلیارد دالرو ته ورسیږي او سوداګریز بلانس هم د ده په خبره باید بدلون وکړي.

هغه زیاتوي، د اداري فساد کموالی د افغانستان د پرمختګ یوازنی راز دی.

ولسمشر څرګندوي؛ دغه پدیده هغه مهال کمیدای شي، چې نړیواله ټولنه له حکومت سره همکاري وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر فساد د تورنو دوه وزیرانو دوسیې له ما سره شریکې شوې دي او ژر به ځانګړې محکمې ته وړاندې شي. دغه راز مو په ګمرکونو کې فساد شتون لري او اړتیا ده، چې په ګمرکونو کې د ګمارلو بهیر غیرسیاسي شي.

ټاکل شوې، چې په جولای میاشت کې افغان دولت د ژنیف د مرستندویه هېوادونو ناستې ته له فساد سره د مبارزې بهیر وړاندې کړي؛ خو ولسمشر د فساد په وړاندې مبارزه کې د نړیوالو همکارۍ ته ځان اړ بولي.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version