تازه خبرونه

که م.م د افغانستان څوکۍ اوسني حکومت ته نه سپاري باید هغه تشه پرېږدئ – حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۳, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ملګرو ملتونو ټولنې ته د اسلامي امارت د استازي د استولو د ځنډولو په اړه پرېکړه د بشري ارزښتونو خلاف بولي او په کلکه یې غندي.

حکمتیار نن د جمعې د لمانځه په خطبه کې اوسنی استازی د هېواد د ملي پانګې د لوټلو، د وینو تویولوعامل وباله او څرګندوي، چې دا شخص یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي.

د حزب اسلامي رهبر زياته کړې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د برخلیک ځنډول د ټولو بشري معیارونو خلاف کړنه ده.

حکمتیار د نجونو د زد کړو د ځنډولو په اړه داسې نظر لري: د هلکانو او نجونو د زدکړې او په دې اړوند شرايطو کې هيڅ فکري او مذهبي توپير نشته. که په ټولنه کې امنیتي او اخلاقي ګواښونه وي، د دواړو لپاره یو شان دي. ځوان هلکان د نجونو په څیر د ورته ګواښونو سره مخ دي.

حکمتیار زیاته کړې، چې د هلکانو او نجونو لپاره باید خوندي فضا رامنځته شي.

هغه وويل: په ځينو سيمو، ولايتونو او هېوادونو کې مونږ ويلى شو؛ هغه ګواښونه، چې هلکانو ته کېږي، نجونې ورسره مخ ندي.

که څه هم په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان  څوکۍ ته وړاندیز شوی؛ خو ملګرو ملتونو اوس هم د اسلامي امارت نومول شوي استازي ته د دې څوکۍ د سپارلو په اړه هوکړه نده کړې.

سره له دې، چې په تېرو دوه کلونو کې د ملګرو ملتونو د ټولنې غړیو په دې اړه غونډې وکړې؛ خو کومې پایلې ته ونه رسیدل.

نصير احمد فايق، چې د جمهوریت پر مهال په دې ټولنه کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ټاکل شوی تر اوسه په همدې څوکۍ پاتې دی.

Trending

Exit mobile version