تازه خبرونه

که پاکستان د حقاني شبکې پر ضد له عملیات لاس واخلي، مالي ملاتړ به له لاسه ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا متخده ایالاتونه پاکستان ته خبرداری ورکوي، که د حقانی ترهگري شبکی پرضد عملیات ترسره نه کړي؛ نو د دغه هېواد له پوځ سره به دا مریکا مالي ملاتړ له لاسه ورکړي.

د دغې هیوا د کانگرس له پاکستان څخه غوښتي، چی که د حقانی شبکی د ځپلو لپاره عملیات ونه کړي؛ نودغه هیواد به له پاکستاني پوځ سره خپلی مرستی وځنډوي.

د دان پاکستانۍ ورځپاڼی د رپوت په اساس ویل شوي، چی دغه پیغام د امریکا د د فاع وزارت له خوا په امریکا کې د پاکستان سفارت ته سپارل شوی؛ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، په غیری رسمی ډول ورته دغه معلومات رسیدلي؛ خو د مرستو د بندیدو په اړه یې تائید او رد کړي نه دي.

Trending

Exit mobile version