نړۍ
که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ به پر داعش برید وکړي- اوباما
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي، د امریکا هوایي ځواک د عراق کډوالو ته بشردوستانه مرستې پیل کړي دي؛ که په عراق کې د امریکا گټې وگواښل شي، امریکایي هوایي پوځ اجازه لري، چې په عراق کې د داعش پر مرکزونو برید وکړي.
د ملگرو ملتونو امنیت شورا د جهادي ډلو بریدونه د عراق پر مذهبي اقلیتونو غندلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې زرگونه مسیحیانو د قره قوش په گډون یو شمېر نور کلي پریښي او دښتو ته يې بناه وړې ده.