Connect with us

تازه خبرونه

که په ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي پاتې شي، ښايي ټاکنې وځنډیږي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ګواښ کوي، که دفترونه یې تړلي پاتې شي، ښايي ټاکنې وځنډيږي.

له پارلماني ټاکنو سره د سیاسي ګوندونو مخالفت له څو میاشتو راهیسې پیل شوی؛ خو اوس تازه د افغانستان لوی ملي ائتلاف په بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له حکومت څخه غواړي، چې د دوی د دفترونو او کار کوونکیو امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس عبدالبدیع صیاد وایي: هغه کسان، چې په مرکز او ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړي؛ غواړي ټاکنې وځنډوي. د ټاکنو ځنډولو مسوولیت به د هغو کسانو پر غاړه وي، چې د دې ملي بهیر خنډ کیږي.

ګوندونه وېره لري، چې په را روانو ټاکنو کې د درغلیو شونتیا ډېره ده او ادعا کوي؛ کمیسیون داسې تګلارې نلري، چې د درغلیو مخه پرې ونیسي.

د حزب اسلامي ګوند غړی همایون جریر وایي، چې ګوندونه له حکومت سره هیڅ راز مخالفت نلري؛ مونږ د رڼو ټاکنو غوښتونکي یو او غواړو ، چې خپل دغه بهیر روان وساتو.  

شاوخوا پېنځه دېرش سیاسي ګوندونه تور لګوي، چې حکومت سر له اوسه په ټاکنو کې د درغلیو تابیا نیولې ده.

د جمعیت ګوند غړی نور رحمان اخلاقي وایي: تاسې پوهیږئ، چې ګوندونه د پروګرام له مخې پر رڼو ټاکنو ټینګار کوي؛ ځکه، نو  د بایو متریک بهیر کولی شي ټاکنې رڼې کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایه ورکوونکیو د چاڼ کولو په موخه د اته میلیون هغو کسانو معلومات معلوماتي مرکز ته داخل کړي، چې د رایه ورکوونکیو په توګه یې نوملیکنه کړې ده، چې ښايي په دغه شمېر کې سل زره کسان تکراري وي.

دغه راز د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یکشنبې په ورځ د سرپل، زابل، پنجشیر او فراه ولایتونو رای ورکوونکي چاڼ کړي او شپږ ویشت زره کسان یې د رایه ورکوونکیو له نوملړ څخه ځکه ایستلي، چې د رایې ورکولو شرایط یې نه وو پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پولیسو ویلي، چې د زور کارولو په ګډون به له هرې ممکنې لارې کوښښ وکړي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفترونه پرانیستي وساتي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، چې په هرات ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تړل شوی دفتر نن پرانیستل شو او د بلخ او کندهار تړل شوي دفترونه به هم ډېر ژر خلاص شي.

له دې مخکې په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر هم لس ورځې د معترضو کاندیدانو لخوا تړل شوی و.

خبریال علی اصغري

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!