سوداگري
کورنیو چارو وزارت ته د ډبرو سکرو رسولو سیالي یوې میرمنې وګټله
د کورنیو چارو وزارت چارواکو څرګنده کړې؛ دغه وزارت ته د ډبرو سکرو د رسولو د داوطلبۍ په سیالۍ کې یوه سوداګره ښځه بریالۍ شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو رییس حافظ محمد صدیق صدیقي د تلې پر نهه ویشتمه ویلي، چې د ډبرو سکرو د تدارکاتو د داوطلبۍ سیالي رڼه ترسره شوې، چې په پایله کې یې یوه سوداګره میرمنه بریالۍ شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د نوبهار افضلي شرکت، چې مشري يې يوه سوداګره میرمن داکتره عزيزه افضلي لري؛ دغه پروژه ګټلې ده.
صدیق صديقي ويلي؛ د کورنيو چارو وزارت د دغې پروژې د داوطلبۍ لپاره هڅې څه وخت مخکې پیل شوي او څو خصوصي شرکتونو په دې داوطلبۍ کې سيالي وکوله.
هغه وایي: د اصولو له مخې؛ مونږ سوداګرو او د شرکتونو لرونکیو ته بلنه ورکړې وه، چې په کې ښځينه سوداګرو هم برخه اخيستې وه او ټولو يې خپل وړانديزونه راوړي وه او بهیر یې ښه روڼ ترسره شو. د دې داوطلبۍ په پایله کې، ګټونکی شرکت هغه شرکت دی، چې یوه ښځه یې مشري لري او د دې داوطلبۍ ګټونکې وپېژندل شوه.
د نوبهار افضلي شرکت مشرې داکترې عزیزه افضلي د داوطلبۍ له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او له سوداګرو میرمنو یې وغوښتل، چې په د دغه راز پروژو په سیالیو کې ونډه واخلي.
د میرمن افضلي د څرګندونو له مخې؛ د سیالۍ بهیر پوره روڼ او بریالۍ شوم، چې دا پروژه وګټم. هغه میرمنې، چې سوداګریزې هڅې کوي؛ کولی شي په دغه راز بهیرونو کې ګډون وکړي.
