بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې د حضوري ناستو ځای انلاین ناستو نیولی
ملګري ملتونه وايي چې په نړۍ کې د کورونا وبايي ناروغۍ له خپرېدو سره په کم سارې بڼه ډېرو خلکو مخابراتي ټیکنالوجۍ ته مخه کړي، د نړۍ به لر وبر کې ښکاري چې د کورونا وېروس له کبله ټولنیز واټن او کرنتین د دې سبب شوی چې خلک یو ناڅاپه له لرې د اړیکو نیولو او ټیکنالوجۍ ته مخه کړي.
په کابل کې زموږ همکار یوسف خان ځدراڼ د مخابراتي اړیکو او معلوماتو نړیوالې ورځې په مناسبت چې د مې اولسمه ده په افغانستان کې له کورونا پراخېدو را وروسته اړیکو او ټیکنالوجۍ کارېدو ته کتنه کړې.
په افغانستان کې هم د کورونا وېروس لکه د نړۍ په څېر ګڼې چارې ټکنۍ او اغېزمنې کړي، خو ځينې هغه يې بیخي درولې نه دي، انټرنېټ او مخابراتي شبکو ډېر هغه کارونه چې همغږۍ ته اړتیا لري ممکن کړي.
کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۳۴۹ نوې پېښې؛ ډله ییزې پېښې ډېرې شوې
په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې د مدیره هیت غړي هوسۍ اندړ وايي سوداګر د سختو حالاتو د کابو په موخه له نړۍ له لرو و بر د انټرنېټ له لارې سره وصل او کارونه کوي، دوی د روانې سوداګرۍ تر څنګ له بې وزلو سره د همکارۍ په څېر مهم کمپاین د زوم او انټرنېټي جلسو له لیارې وکړ، له دې کبله د موادو نرخونه څه کابو او خلکو ته مرسته همغږې شوه.
زوم، وټس اپ، مسینجر، سکایپ، بېلابېل نور وېبونه، اپلېکېشنونه او تیلېفوني اړیکې هغه څه دي چې د کوویډ-۱۹ وبايي ناروغۍ له وېرې يې حضوري فزیکي ناستې په انلاین بدلې کړې.
دا ځکه چې د روغتیا نړیوالې ټولنې د دې ناروغۍ پر وړاندې ټولنیز واټن او په کور یا ګوښي ځای ناسته د خوندیتابه تر ټولو مهمه لار بللي.
نن سبا د دې چوپړونو کارېدا بیا د زوکړې له ورځې د نمانځغونډو له مراسمو نیولي تر انلاین ودونو، حکومتي جلسو، د رسنیو انلاین مرکو او د حکومتي مشرانو په کچه د نړیوالو او سیمه ییزو تر غونډو عادي شوي.
تر دې چې په دې وروستیو کې ان مدني ټولنې هم د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت او سولې بهیر لپاره غږ او خپل دریځ له همدې لارو شریکوي.
د سوېل ختیځ زون او کوچیانو عالي کمیسیون غړی نبي ستوری وايي دوی خپلې اجنډاوې او ډېر کله له حکومتي چارواکو سره ناستې انلاین تنظیموي خو بیخي يې کارونه درولي نه دي.
۶۲ میلیون خلک
د مخابراتي اړیکو او معلوماتو نړیوالې ورځې به مناسبت د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د مارچ په یوه اونۍ کې ۶۲ میلیونو خلکو د ویډیو کنفرانس اپلېکېشنونه ډاونلوډ کړي چې له دې وړاندې کله هم ساری نه لري. د دوی له منځه بیا د زوم په نوم انټرنیټي اپلکشن استعمال تر ټولو ډېر دی.
د دې اپلکشن له لارې چې هره اداره او بنسټ يې له یوه ځانګړي کوډ سره پېري لسګونه او لږ په نرخ لوړ يې بیا ان تر ۵۰۰ کسانو پورې ویدیويي او غږیز مجلس کولای شي.
ملګري ملتونه وايي چې د کورونا له کبله د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې ۶۱ سلنه، د وېبپاڼو په استعمال کې ۷۰ سلنه، د موبایل له لارې ویډيويي خبرو کې ۴۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی چې ورسره په ځينو هېوادونو کې غږیزه ګڼه ګوڼه له پخوا ان دری برابره زیاته شوي.
راپور وايي دا چې د کورنا له کبله ډېر خلک په کور ناستې ته اړ شوي د انټرنټي لوبو کارونه هم دوه برابره شوي ده.
د افغانستان د اترا اداره وايي دا چې د مخابراتي اړیکو او انټرنېټ په استعمال کې بې ساري ډیروالۍ راغلی هېواد ته له پخوا ۲۵ سلنه زیات انټرنیټ اخیستل شوی
د یادې ادارې مشر عمر منصور انصاري بي بي سي ته وویل انلاین جلسو، زده کړو او په کور د ناستې له کبله د انټرنېټ استعمال ۱۶ سلنه ډېر شوی.
په دې هېواد کې چې شاوخوا ۹۰ سلنه وګړي مخابراتي شبکو او نږدې دریمه برخه نفوس چې شاوخوا لس ملیونه کیږي انټرنیټ ته لاس رسۍ لري.
په داسې حال کې چې د کورونا وېروس له کبله تر ډېره د پوهنتونو او ښوونځینو زده کړې او جلسې انلاین شوې، خو د وګړو له خوا د انټرنیټ په لوړو بیو او ټيټ کیفیت هم سختې نیوکې دي.
د دې هېواد د مخابراتو وزارت هم مني چې کیفیت د ډېر استعمال له کبله له پخوا هم لوېدلی خو وايي نرخونه ځينو شبکو ۵۰ سلنه ټيټ کړي او په ځينو نورو کې د کمیدو په حال کې دي.