بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې د سیلګرۍ مخ پر ځوړ حالت
په افغانستان کې د کورونا وېروس خپرېدو له شمال تر جنوب او له ختیځ نه تر لوېدیځه د هېواد ښایسته سیمو او تاریخي ځایونو ته د سیلانیانو او ګرځندویانو د تګ مخه ډب کړې او ور سره د حکومت او خلکو دواړو له لاسه د دغه صنعت ګټه وتلی دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، تېر کال کابو اوه زره بهرنیو او نږدې یو میلیونو دوه لکه کورني سیلانیان د هېواد د ښایسته او تاریخي سیمو د لیدو لپاره د هوټلونو مېلمانه وو.
د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د سیلانیانو پر سلګونه کوربنو هم عاید درېدلی.
هرات د تاریخي او مذهبي ځایونو، هنري اثارو او طبعي ښکلاګانو له پلوه بډای ولایت دی چې د افغانستان پر ولایتونو سربېره بهرني ګرځندویان هم د خواجه عبدالله انصاري د زوګړې ځای ته ور کاږي.
د اختیار الدین کلا، تاریخي منارونو او نورو طبعي ښایستونو لیدلو به یې نه یوازې زړه او سترګو ته خوښي ورکوله بلکې د ځینو کسبګرو لپاره یې د جیب او کور لګښتونه هم برابرول.
خو اوس یې د مېلمنو څرک نشته، ځکه کورونا وېروس لومړی هرات ته د خلکو د ورتللو مخه ډب کړه، د تاریخي ځایونو دروازې وتړل شوې او هوټلونو يې هم له مودو خواړه نه دي پاخه کړي.
د هرات د هوټلو د ټولنې رییس عبدالقادر رحیمي وايي کابو څلوېښت مجلل او عادي هوټلونه چې د سیلانیانو کوربتوب ته جوړ شوي وو، له درېو میاشتو راهیسې له مالي زیان سره مخ دي.
کندهار
د ارغنداب سیند په غاړه، د بابا ولي زیارت تر څنګ او زیات شمېر نورو ښایسته تفریحي ځایونو کې د سندرو، مېلو شور او ځوږ به د کندهار کلتوري خوښۍ ژوندۍ ساتلې.
خو موده وشوه چې نه یې ځوانانو د خوښیو د رباب تارونو ته ګوتې ور وړې او نه هم هغو لوبو ته ناست دي چې تر نیمې شپې به ورته ویښ وو.
د کندهار اوسېدونکی عبدالسمیع غیرتمل وايي، د ښار میله ځایونه او د لوبو لوبغالي بې شوره شوي او د ښار بې میلمهتوب بازارونه هم بې خونده کړي دي.
* د کشمیر پسرلی او د ګلونو ننداره
* ”دوتار یوازې ایرانی ساز نه دی”
* افغان ولسمشر: ګرځندوی صنعت ته جدي پام پکار دی
ننګرهار چې په همېشه بهار مشهور دی، د پسرلي په موسم کې یې د ښایسته سیمو تر څنګ شیریخ، د درونټې کبانو او نورو خوندورو خوړو ګرځندویان ور جلب کړي وو.
د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د شیریخ جوړونکو له ډلې قاري ننګیال وايي د کورونا ویروس د قرنطین له پیله یې کارونه په ټپه ولاړ دي.
نورستان او کونړ چې تازه د سیلانیانو د پام وړ ګرځیدلي اوس ورتګ پیکه شوی. د کورونا ویروس د خپریدو ویرې د سیلانیانو لپاره د هغو د ښایستونو لیدل هم ناشوني کړي.
د کاپیسا او چاریکار ښکلاګانې او میله ځایونه هم سږ پسرلی سیلانیان نه لري.
بامیان چې د تمدن له مخې زیاته مخینه لري او تاریخي سیمې يې په یونسکو کې هم ثبت شوې، د ژمي او اوړي په موسمونو کې يې د سیلانیانو پام وړ منظرې لرلې.
د سیمه ایزې ادارې د شمېرو له مخې بامیان تېر کال د۲۵۰ زره کورنیو او بهرنیو سیالانیانو کوربه و او همدا راز یې د لاسي صنایعو او کورنیو محصولاتو بازار هم ګرم و.
خو اوس هر څه بدل شوي، د تيوریزم یا ګرځندويۍصنعت يې بې خونده او له دې لارې يې عایدات هم صفر شوي دي.
مزار شریف هم د سیلانیانو، ګرځندویانو او زیارت ته ورتلونکو پر مخ دروازه تړلې. هوټلونه يې تړلي او سلګونه کسان پکې بېکاره ګرځي.
په دغه ښار کې هوټل لرونکی نجیب الله وايي د کال له پیل نه د کورونا له ویرې په ښار کې د ګڼې ګوڼې څرک نشته او هر څه پیکه دي.
د نوي کال له پیل سره سم د افغانستان تفریحي او سیاحتي(سیلګرۍ) سیمې هم د لیدونکو پر مخ بندې شوې او حکومت حتا ولایتونو ته په هوايي الوتنو هم بندیز لګولی دی.
که څه هم چې د سیاحت او سفرونو مینهوال لا په دې هیله دي چې بیا به هم په ښایسته سیمو او تاریخي ځایونو کې یادګاري عکسونه واخلي خو لا هم روښانه نده چې د کورونا ویروس د خپرېدا له امله به یې هیلې کله پوره کېږي؟