بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۱۹۵ نوې پېښې

Published

on

Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح د دوشنبې په ورځ (د مې ۴/غويي۱۵) کابل کې خبري غونډې ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۴۹۸ مشکوکې پېښې معاینه شوې چې له ډلې یې ۱۹۰ مثبتې دي. خو د حکومت د رسنیو مرکز پر فېسبوک پاڼه د تازه مثبتو پېښو شمېر ۱۹۵ یاد شوی.

وحید مجروح زیاتوي، د دې مثبتو پېښو له ډلې کابل کې ۲۴، هرات۳۰، کندهار ۲۵، بلخ ۱۷، پکتیا ۴۱، ننګرهار۱۳، ، لغمان ۱۱، سمنګان ۹، پکتیکا ۲، زابل ۳، کونړ ۵، سرپل ۶ او همدرانګه نیمروز، هلمند، خوست او روزګان یوه-یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دې سره په افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد.

ښاغلی مجروح زیاته کړه په دې ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ تنه د کوویډ-۱۹ څخه روغ شوي او ۵ ترې مړه شوي دي.

وحید مجروح دا هم وویل، چې د نړیوال بانک له لوري دې وزارت سره سل میلیونه او څلورلکه امریکايي ډالره بیړنۍ مرسته اعلان شوې، چې د ده په وینا دا به د درې کلونو لپاره وي.

ښاغلی مجروح وايي، د نړیوال بانک دا مرستې به په درېیو برخو ورټولې وي: “لومړی برخه به یې بیړنیو مرستو ته ځانګړې وي یانې پر کورونا وېروس د اخته کسانو درملنه به په لومړي قدم کې وي، چې دې ته ۳۴میلیونه ډالره ځانګړي شوي، په روغتیايي چارو کې وده او د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره ۴۶ میلیون ډالر ځانګړي شوي، د کوویډ-۱۹ د خطرونو د کموالي لپاره ۵،۴ میلیونه ډالر ځانګړي شوي او پر دې پروژو د څار لپاره ۵ میلیونه ډالر ځانګړي شوي.”

هاخوا اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا دا د اسیاسي بانک دا مرسته به هم په دریو برخو ورټوله وي:

”د اسیايي بانک له لوري په دې مرسته شویو پیسو به نوي روغتونونه جوړ شي د هغو ناروغانو لپاره چې په کورونا وېروس اخته وي او یا هم انتاني ناروغان وي، چې دې ۱۵،۸ میلیونه ځانګړې شوي دي،د اي سي او واټونو رغاونه ده چې په ۳۴ ولایتونو کې نفوس او خطر ته په کتو به جوړیږي چې ۱۸،۴ میلیونه ډالره لګښت به پرې راشي او د روغتیايي چارو په وده کې به ترې کار واخیستل چې پر دې ۲،۶ میلیونه ډالره لګښت راشي.”

Trending

Exit mobile version