بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۳۴۹ نوې پېښې؛ ډله ییزې پېښې ډېرې شوې

Published

on

Getty Images
افغانستان کې کورونا وېروس د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۴ نېټه له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې تایید شوه او لامل یې هم له ایران ستانه شوي افغانان وبلل شول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ( د مې ۸) وویل، په تېرو څلورویشتو ګړیو کې یې د کورونا وېروس ۳۴۹ پېښې ثبت کړې، چې په دې سره په ټول هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۴۰۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت د مرستیال وحید مجروح نن (شنبه، غویی ۲۷مه) کابل کې خبریالانو ته په معمول ورځني کنفرانس کې وویل، تر اوسه په هېواد کې د کورونا وېروس له امله ۱۶۸ کسان مړه شوي او ۷۷۸ رغېدلي دي.

نوموړي وویل، په وروستیو کې یې په ټولنه کې د کورونا وېروس ډله ییزې پېښې موندلې، هغه که د پوره یوې کورنۍ وي یا دفتر کې د کارمنو.

دی وايي، د روغتیا وزارت د سپارښتنو او ټولنیز واټن نه مراعاتول وګړو ته لویه ستونزه پیدا کوي:

“په کابل او ولایتونو کې بېلګې لرو، یو روغتیايي کارمن د نورو کارمنو د ناروغېدو لامل شوی دی. د یوه کس معاینه مو چې اخیستې، مثبته ثابتې شوې، کله مو چې د هغوی کورنۍ د غړو ازموینه کړې، دوی هم پرې اخته شوي.”

وحید مجروح وايي، اوس چې د پخوا پرتله بازار ته ډېر خلک راوځي او ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، په وېروس د اخته کېدو وېره هم ورسره ډېره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وايي، عادي حالت ته د ستنېدو درې پړاوونه یې ټاکلي، درې میاشتنی، یو کلن او تر یوه کال ډېر وخت، چې تر یو کال وروسته به د لږو کسانو ییزو غونډو ته په نسبي ډول اجازه ورکړي.

وحید مجروح وايي، تر اوسه روغتیا وزارت د کورونا وېروس د مخنیوي او اړوندو روغتیايي چارو له مالي کمښت سره نه دی مخامخ شوی.

ښاغلی مجروح زیاتوي، له افغانستان سره د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره نړیوال بانک ۱۰۰ میلیون او څلور لکه ډالر، د اسیا پرمختیايي بانک ۴۰ میلیون ډالر مرسته کړې او اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیون یورو مرستې ژمنه کړې ده.

افغانستان کې کورونا وېروس د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۴ نېټه له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې تایید شوه او لامل یې هم له ایران ستانه شوي افغانان وبلل شول.

د وخت تېرېدو سره دا ناروغي د افغانستان مختلفو ولایتونو ته ورسېده او وروستي پاتې ولایت نورستان کې هم د مۍ پر ۶ په دې وېروس د لومړني کس اخته کېدل ثبت شول.

BBC
BBC

Trending

Exit mobile version