بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ نورستان کې لومړنۍ پېښه، ټولې مثبتې پېښې ۳۳۹۲ شوي

Published

on

AFP
د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۳۷۹ مشکوکې پېښې د افغانستان په لابراتوارونو کې معاینه شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا وېروس ۷۰۱ مشکوکې پېښې ثبت کړې چې ۱۶۸ یې مثبتې وې. په دې سره په ټول هېواد کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲ تنو ته لوړ شو او ۱۰۴ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح نن د چارشنې په ورځ (مې ۶/غويی ۱۷)وویل، له ۱۶۸ مثبتو پېښو کابل کې ۶۷، په هرات کې ۳۲، کندهار کې ۱۴، پکتیا او بلخ هر یوه کې څلور څلور، ننګرهار کې ۱۱، لوګر کې ۸، لغمان کې ۹، هلمند او سمنګان کې یوه-یوه مثبته پېښه، په بغلان کې ۴، فاریاب کې ۹، کونړ کې ۲، دایکندي او نورستان کې یوه- یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دی وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ له امله ۹ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه ترې جوړ شوي دي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه تر اوسه ۱۳۷۷۹ مشکوکې پېښې د افغانستان په لابراتوارونو کې معاینه شوې دي.

هاخوا د قطر د الغرافه خیریه بنسټ د عامې روغتیا له وزارت سره په روغتیايي چارو کې مرسته وکړه.

د عامې روغتیا مرستیال وویل چې د دې مرستو ډېره برخه به په فراه ولایت کې ولګول شي چې د ده په ټکو به هلته یو مجهز روغتون جوړ شي او ورپسې به د کابل په افغان-جاپان روغتون کې د روغتیايي چارو د ودې لپاره وکارول شي:

“د افغانستان دولت د قطر او د الغرافه خیریه بنسټ څخه د دې مرستو مننه کوي او د دې هېواد په څېر له نورو هېوادونو هم هیله لري چې په دې حساسو شرایطو کې د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې په پار خپلې مرستې لا زیاتې کړي.”

د ډاکټرانو تنخا

بله خوا د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې د لسګونو روغتیايي مرکزونو روغتیا پالانو او روغتیايي کارکوونکو د کار نه کولو اعتصاب کړی.

دوی پردې قهریدلي چې له شپږو میاشتو راهیسې یې تنخواوې نه دي ورکړل شوي او وايي چې د کورونا سره مبارزې لپاره هم هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لري.

ځايي اوسېدونکي وايي، اړ دي چې خپل ناروغان مرکز تالقانو او یا هم نورو ولسوالیو ته ولېږدوي.

په دې ولایت کې د روغتیايي مرکزونو سمبالونکې موسسه وايي، د عامې روغتیا وزارت ورته په وخت پیسې نه ورلېږي، خو وزارت وايي، د تړون له مخې که د وزارت له لوري پیسې وځنډېږي، موسسې اړې دي چې د خپلو کارمنانو تنخواوې ورکړي.

BBC

د

Trending

Exit mobile version