بی بی سی پښتو

کورونا وېروس: سږ کال حاجیان پر کعبې لاس نه شي‌ وهلی

Published

on

Getty Images
سعودي چارواکو د سږ کال حج مراسمو لپاره ځانګړي تدابیر اعلان کړي دي

د سعودي عربستان چارواکو د کورونا وېروس وبا له کبله د سږ کال حج مراسمو لپاره ځانګړي تدابیر اعلان کړي دي. د دې تدابیر له مخې حاجیان نشي کولی چې د کعبې پر دېوالونو او یا هم پر حجر اسود لاس راتېر کړي،‌ او همدا راز اړ دي‌ چې خپلو منځو کې یو نیم متر واټن هم وساتي.‌

سعودي‌ حکومت دوه اوونۍ وړاندې اعلان کړی و چې سږ کال به له نورو هېوادونو حاجیانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، او یوازې په سعودي کې مېشت محدود شمېر کسان به وکولی شي‌ چې حج وکړي.

د سعودي عربستان د ناروغیو د کنترول او ورسره د مبارزې ادارې نن دوشنبه د سږني حج لپاره یو لړ ځانګړي تدابیر اعلان کړل.

که څه هم د اوس لپاره خلکو اجازه لري‌ چې په حرم شریف کې لمونځ وکړي، خو د جولای میاشتې له ۱۸مې نېټې د راتلونکې اګست میاشتې تر دویمې نېټې به یوازې هغه کسان منا،‌ مزدلفې او عرفات ته د داخلېدو اجازه ولري‌ چې د حج اجازتلیک ورسره وي.

نور ځانګړي‌ تدبیرونه څه دي؟

Getty Images
حاجیان به اړ وي چې د مراسمو پر مهال خپلو منځو کې یو نیم متر واټن وساتي

ځانګړې عمله به د دې تضمین کوي‌ چې حاجیان خپلو منځو کې یو نیم متر واټن ساتي، او هېڅوک به کعبې حجر اسود ته لاس نه ور وړي.

حاجیان به په ډلو کې د کعبې طواف کوي‌ او په ډلو کې به د صفی او مروای خو ته ځي،‌ او د هرې ډلې له وتلو وروسته به ټوله سیمه په مېکروب ضد مایع وینځل کېږي.‌

د شیطان ویشتلو لپاره به حاجیانو ته په ځانګړو پاکټونو کې کوچنۍ ډبرې ورکول کېږي،‌ او دا ډبرې به هم وار د مخه په مېکروب ضد مایع وینځل شوې وي.

په عرفات او مزدلفې کې به حاجیانو ته په پاکټونو کې تیاره پخه شوې ډوډۍ ورکول کېږي، خو د یخو اوبو کانتینرې به لېرې کېږي او حاجیان باید ځان سره خپلې ساده او یا د زمزم اوبه ولري.‌

که کوم حاجي‌ د کوورنا وېروس علایم ښکاري‌ کړي‌ نو طبي‌ معاینه به یې کېږي، ځانګړی استوګنځی به ورکول کېږي او د راتګ راتګ لپاره به جلا اسانتیا ورته برابرېږي، خو که ډاکټرانو اړینه وبلله نو دا ناروغ کس د حج له مراسمو منع کولی هم شي.‌

په سعودي‌ عربستان کې تر دې دمه څه باندې دوه لکه کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي‌ او شاوخوا ۱۹۰۰ کسان ترې مړه شوي هم دي.‌

افغان چارواکي: د کورونا واکسین تر جوړېدو ماشومان مه زېږوئ

Getty Images
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، کورونا وېروس میندوارو ښځو ته لا جدي ګواښ پېښوي

بل لورته ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له کورنیو، میندو او پلرونو غوښتي چې تر څو د کورونا وېروس خپرېدل کم شوي او واکسین يې نه وي جوړ شوی، د ماشومانو په زېږولو کې دې حوصله وکړي.

دغه وزارت هغو کورنیو ته چې د نوي ماشوم پلان لري، لارښوونه کړې چې لږ تر لږه دوه راتلوونکي کلونه دې د نوي ماشوم له راوړلو ډډه وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن (۱۶ چنګاښ / ۶ جولايي) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې کورونا وېروس د عادي ښځو پرتله مېندواره مېرمنې ډېرې ځپي نو د هغوی د ژوندي پاتې کېدو په موخه وزارت دې سپارښتنې ته اړ شوی دی.

هغه ښځې چې میندواره دي، د هغو پرتله ډېرې زیان ویني چې میندوارې نه دي. د داسې مېرمنو ناروغي ډېره سختېږي. که اوس کومه ښځه حمل اخلي نو خدای مه کړه له جدي مشکل سره مخ کېدلی شي.

دغه وزارت همدا راز دې هدف ته رسېدو لپاره دې میندو او پلرونو ته د اولادونو د زېږون ترمنځ د فاصلې ساتلو سپارښتنه هم کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې پر کورونا وېروس د غونډو اخته شویو کسانو له ډلې تر ۷۰ سلنه ډېر يې نارینه او ۲۸ سلنه يې ښځې دي.

د وزارت په خبره، تر ډېره پر کورونا د اخته شویو کسانو عمرونه له ۲۱ تر ۳۰ کلنۍ دي او هغه کسان تر ټولو کم له دې رنځه ځورېدلي چې تر شل کلنۍ کم عمر لري. په افغانستان کې تر دې مهاله پر دغه وېروس د ټولو اخته کسانو شمېر تر ۳۳ زرو اوښتی دی.

Trending

Exit mobile version