بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ د ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې ټېسټونه منفي دي

Published

on

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ یو ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ( د اپرېل ۲۱) وايي، د ولسمشر محمد اشرف غنی او لومړۍ مېرمنې رولا غني د کورونا وېروس ټېسټ منفي دی.

صدیق صدیقي خپل ټوېټر کې لیکلي، د ولسمشر غني او د لومړۍ مېرمن په غوښتنه د دوی د کورونا وېروس ازمېښت اخیستل شوی و.

نوموړی زیاتوي چې ولسمشر روغ دی او هره برخه کې د حکومتولۍ چارې پرمخ بیایي:

“د ولسمشر د کاري چاپېریال د خوندیتوب او روغتیا لپاره ټول ګامونه اخیستل شوي دي”.

د دوشنبې په ورځ افغان حکومتي سرچینو بي بي سي ته وویل، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ شلو کارکوونکو د کورونا ويروس معاینه مثبته ده.

هغه مهال هم دې سرچینو وویل، ولسمشر محمد اشرف غني او مرستیالان یې ښه دي او په ارګ کې د کورونا ويروس د مخنیوي ټول تدابیر نیول شوي دي.

د ښاغلي صدیقي له څرګندونو سره هممهال د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د دود په څېر د سې شنبې په ورځ بیا د کورونا تازې مثبتې پېښې اعلان کړې.

د نوموړي په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۶۶ کسان په کورونا اخته شوي چې دې سره افغانستان کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰۹۲ ته ورسېد.

تازه پېښو کې ۵۲ کابل، ۵ لغمان، ۴ بغلان، ۴ ننګرهار او یوه پکتیا کې دي.

د وحید مایار په خبره، تېرو ۲۴ ګړیو کې له کورونا په افغانستان کې څوک مړ شوی نه دی، خو ۱۵ کسان رغېدلي دي.

د چارواکو په خبره، افغانستان کې له کورونا وېروس تراوسه ۳۶ کسان مړه شوي او ۱۵۰ ترې رغېدلي دي.

https://twitter.com/SediqSediqqi/status/1252497548172038144

خو دا مهال د هرات ولایت کې- چې اول ځل پکې کورونا پیل شوه- روغتیايي چارواکي وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې یې شکمنې پېښې ټولې کړې، خو لا یې معاینه کړې نه دي.

افغانستان کې د کورونا وېروس د ناروغانو د درملنې او نورو توکو د کمښت شکایتونه هم زیاتېږي.

ځینې روغتیايي او مسلکي کسان اندېښمن دي چې د کورونا اغېزمنو کسانو لپاره ځانګړو روغتونونو کې هم تجهیزات او مهارتونه کم دي.

یو ډاکټر ادعا کوي چې کابل کې د کورونا وېروس د ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړي شوي یوازني روغتون- افغان- جاپان روغتون – کې د مصنوعي هوا ماشین یا کار نه کوي یا هم کسان نه دي روزل شوي چې په کار یې واچوي.

چارواکي هم ځینې نیمګړتیاوې مني، خو وايي، هڅه کوي چې په کور او له بهر دا تشې ډکې کړي.

د روغتیا وزارت تېره ورځ د کورنا وېروس د ازمېښت پنځه زره کېټونه له روغتیا نړیوال سازمان ترلاسه کړل.

Trending

Exit mobile version