بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ که شرایط پلي نه شي کابل به له ناورین سره مخ شي

Published

on

Getty Images

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن د چارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۲) په کابل کې خبري غونډې ته وویل وايي، په کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي.

د نوموړي په خبره، په کابل کې د کورونا وېروس د ډېرو ناروغانو لامل دا دی چې اوسیدونکي یې لاهم دا وېروس او د چارواکو سپارښتنې جدي نه ګڼي .

ښاغلي مایار له کابل ښاریانو وغوښتل چې د کورونا وېروس د نه خپرېدو لپاره د دې وزارت سپارښتونو ته جدي پام وکړي.

نوموړي خپلو خبرو کې وویل، تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس ۲۶۱ مشکوکې پېښې معاینه شوې چې پکې ۵۱ مثبتې دي.

د هغه په خبره، نویو پېښو کې له نیمايي ډېرې یانې ۲۸ کابل کې دي او دې سره په کابل کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۴۱۳ ته ورسېد:

“کابل کې په کورونا د اخته کسانوشمېر تر ټولو ولایتونو ډېر دی. ان له هرات هم لوړ، هغه ولایت چې په لومړي ځل پکې د کورونا وېروس مثبته پېښه ثبت شوه”.

ښاغلي مایار هیله وښوده چې هرات په ښه لوري روان دی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې پېښې یې مثبتې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې پر ۲۸ کسانو سربېره ننګرهار کې ۶، کاپیسا کې ۴،هرات او کونړ کې درې- درې، غزني کې دوه، په پروان ،لغمان، پکتیکا او فراه کې یو یو کس په کورونا اخته شوی دی.

د رسمي شمېرو له مخې له تازه پېښو سره ټول افغانستان کې په کورنا د اخته کسانو شمېر ۱۱۴۳ته ورسېد.

د وحید مایار په خبره، د کوویډ-۱۹څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ تنه روغ شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې له دې وېروس د رغېدلیو کسانو شمېر ۱۶۶ ته لوړ شو:

“همدارنګه ۴ تنه له کورونا تازه مړه شوي چې دوه یې په کابل او دوه یې په ننګرهار کې دي”.

په دې سره په افغانستان کې له کورنا د مړو شویو شمېره ۴۰ ته لوړه شوه.

د چارواکو په خبره، په مړو شويو کسانو کې ډېری د زیات عمر کسان دي.

په ورته وخت کې په پکتیا کې هم د کورونا تشخیصیه لابراتوار پرانېستل شو، ددې ولایت والي شمیم خان کټوازی وایي، چې له نن څخه وروسته به د پکتیا په ګډون د خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د کورونا مشکوکو ناروغانو نمونې( سېمپلونه) همدې لابراتوار ته استول کېږي او په نسبتاً کم وخت کې به یې پایلې مالومېږي.

BBC

Trending

Exit mobile version