بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ له افغانستان سره د چین ۷،۲ ټنه توکو مرسته او نوې ۵۱ پېښې

Published

on

Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ښاغلي فیروز الدین فیروز د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۳) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چین له دې وزارت سره د کورونا وېروس پر ضد د ۷،۲ ټنه توکو نوې مرسته وکړه.

ښاغلي فیروز، په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې د کورونا وېروس د ۵۰ تازه پېښو یادولو سره وویل، د کوویډ-۱۹ سره د مبارزې لپاره دا توکي اغېزناک دي:

“له افغانستان سره د چین دا دویم ځل بې غرضه مرسته ده چې کوي یې، موږ ترې مننه کوو او هیله من یو چې خپلې مرستې روانې وساتي چې په ښه شکل د کورونا له وبا سره مبارزه وکړو.”

چین له دې مخکې هم د (اپرېل په دویمه ) له افغانستان سره د طبي وسایلو مرسته کړې وه چې په هغه کې د کورونا د تشخیص وسایل، ماسکونه او نورې طبي الې شاملې وې.

د روغتیا وزیر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا د نویو ناروغانو په یادولو سره وویل، د افغانستان لابراتوارونو کې د کورونا وېروس ۱۴۳ مشکوکې نمونې معاینه شوې چې ۵۰ پکې مثتبې ثبت دي.

د ښاغلي فیروز په خبره، د دې تازه پېښو له ډلې هرات کې ۲۱، کندوز کې ۱۵، کابل ۶کې ، لوګر کې ۴، پنجشېر کې ۲، جوزجان او تخار کې یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.

که څه هم د روغتیا وزیر د خوست پېښه یاده نه کړه، خو هلته ولایتي چارواکي وايي، لومړی ځل په دغه ولایت کې یو کس په کورونا اخته شوی دی.

په دې سره افغانستان کې د کورونا وېروس تازه پېښې ۵۱ کېږي او د کوویډ-۱۹ ناروغانو شمېر ۱۲۲۷ ته رسېږي.

د روغتیا وزیر وايي، له دې وېروس تر اوسه ۱۷۷ افغانان روغ شوي او خپلو کورونو ته تللي او ۴۰ ترې مړه شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي دا چې سبا د جمعې په ورځ(د اپرېل ۲۴مه) د روژې مبارکه میاشت پیلیږي او نن د پنجشنبې ورځ(د اپرېل ۲۳مه) چې هېوادوال د لومړنيو توکو او د يوې مياشتې لپاره د غذايي توکو د پېرلو لپاره راوتلي”سر له سبا، په پلازمېنه کابل کې د ګرځېدو لپاره بله پلمه نشته. له خلکو غواړو، مخکې له دې چې پوليس ورسره اصولي چلن، په کورونو کې پاتې شئ.”

په ورته وخت کې د کورونیو چارو وزارت ویلي و، سر له نن (د اپرېل ۲۳) به په کابل کې ګرځ‌ بندیز په جدي توګه پلي کړي.

د کورنیو چارو وزارت دا ګام په داسې مهال دی، چې د افغانستان د روغتیا وزارت د چارشنبې په ورځ وویل، په کابل کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېره ورځ په ورځ لوړېږي.

د روغتیايي چارواکو په خبره، په کابل کې د کورونا وېروس د ډېرو ناروغانو لامل دا دی چې اوسیدونکي یې لاهم دا وېروس او د چارواکو سپارښتنې جدي نه ګڼي .

BBC

Trending

Exit mobile version