بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ کندوز کې د ۱۵ ډاکټرانو ازموینې مثبتې دي

Published

on

Getty Images

په داسې حال کې چې افغانستان کې هره ورځ د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر په ډېرېدو دی، د شمالي کندوز ولایت حوزوي روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ددغه روغتون د ۱۵ ډاکټرانو د کورونا وېروس ازموینې مثبتې ثابتې شوې دي.

یاده سرچینه وايي، په دې سره د نورو ډاکټرانو او طبي کارمنو اندېښنې ډېرې شوې او د نژدې څلور سوه ډاکټراني او کارکوونکي د کوویډ-۱۹ ازموینې لپاره روغتون ته لېږل شوي.

خو د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي وايي، د حوزوي روغتون ډاکټرانو او کارکوونکو ازموینه په دې مانا نه ده چې دوی به په کورونا اخته شوې وي، په خبره یې د ډاډ لپاره تر سره کېږي:

“په دې وروستیو کې چې کومې ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په هغه کې ډاکټران دي، په دې ناروغانو کې د خصوصي روغتون ډاکټران هم دي.”

تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸ مثبتې پېښې

همداراز د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کورونا وېروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د (کوویډ-۱۹) مشکوکې پېښې معاینه شوې، چې له ډلې ۶۸ یې مثبتې وې او په دې سره په ټول افغانستان کې د دې پېښو شمېره ۱۵۳۱ ته لوړه شوه.

BBC

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي چارو د ارزونې او څار رییس عطاء لله سعیدزي بي بي سي ته وویل، د دې ۶۸ له ډلې په غزني کې ۱۳، پکتیا ۱۱، پکتیکا کې ۹، بلخ کې ۸ ، بادغیس او کابل کې ۶-۶، ننګرهاراو هرات کې ۴-۴، لغمان او خوست کې ۳-۳، او بغلان کې د کوویډ-۱۹ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دی وايي، د کورونا وېروس له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ تنه مړه شوي چې په ټول هېواد کې د مړو شمېره ۵۰ ته ورسېده، چې ۲۰۷ تنه ترې روغ شوي دي.

ننګرهار

د ننګرهار په لابراتوار کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ مشکوکې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې په دې ولایت کې ۴ مثبتې او درې منفي کونړ کې ۴ مثبتې او ۳ منفي، لغمان کې ۳ مثبتې او۱۰ منفي دي.

ددې ولایت د روغتيا ريیس نصير احمد درانی وايي، ننګرهار کې يو بل ناروغ هم مړ شوی دی. ۷۵ کلن و او د سږو پخواني امراض یې هم درلودل.

همداراز په هرات کې د کوویډ-۱۹ څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ مشکوکې پیښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې ۴ مثبتې وې.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزی نن د یکشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۶مه) وویل چې په دې ولایت کې ۳۹۰ تنه په کوویډ -۱۹ اخته شوي او ۸ تنه مړه دي او ۹۷ تنه روغ شوي.

Getty Images

کندهار

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر محمد طاوس اشرف نادري بي بي سي ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ولایت کې ۵۷ مشکوکې پېښې ثبت کړي چې له ډلې ۲۱ مثبتې دي او په دې سره په ټول کندهار کې د مثبتو پېښو شمېره ۲۲۴ ته ورسېدې،

ښاغلي نادري زیاته کړه، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو تن مړ شوی چې په دې سره دې ولایت کې د مړو شمېره ۵ ته لوړه شوه او دوه تنه ترې روغ شوي چې ټولټال د رغیدلي کسانو شمېره ۶ ته لوړه شوه.

د عامې روغتیا وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version