بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۲ کسان اخته شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې د کورونا وېروس مثبتې پېښې د لوړېدو وروستي حد ته پورته کېږي او وړاندوینه کوي چې راتلونکې اوونۍ به خطرناکې وي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۷) په کابل کې یوه خبري غونډه کې راتلونکې ورځې تر اوسنیو ډېرې خطرناکې یادې کړي. د نوموړي په وینا افغانستان ورځ تر بلي د کورونا وېروس له اړخه خطرناک لورې ته روان دی.
په ورته وخت کې د روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ په لابراتوارنو کې ۶۰۴ مشکوکې نمونې اخېستل شوې وې چې له ډلې یې ۱۷۲ مثبتې وې او په دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېره ۱۷۰۳ ته لوړه شوه.
د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل، ډېرې مثبتې پېښې په کابل، هرات او بلخ کې دي، له دې ډلې په بلخ کې ۳۴، هرات ۳۳، کابل ۲۷، کندهار کې ۲۱، پکتیا او بغلان کې ۸-۸ مثبتې پېښې، کندز۷، سرپل او غور ۵-۵ مثبتې پېښې، سمنګان او نیمروز ۴-۴ مثبتې پېښې، فاریاب، لغمان، خوست او ننګرهار ۳-۳ مثبتې پېښې، هلمند کې ۲، پکتیکا او پنجشېر کې یوه-یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
مایار زیاته کړه، له دې ناروغۍ څخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ تنه مړه شوي چې په هرات او بلخ کې دوه – دوه او په سرپل ، کونړ، او کندهار کې د مړینې یوه، یوه پېښه رامنځته شوې ده، په دې سره د مړو شمېر ۵۷ ته ورسېد چې پر کوویډ-۱۹ د ټولو اخته کسانو ۳،۳۴ سلنه کیږي. د عامې روغتیا وزارت مالومات ښيي چې په دې موده کې ۱۳ تنه روغ شوي او په دې سره د رغېدلو شمېر ۲۲۰ ته لوړ شو چې دا ټولو ناروغانو ۱۳ سلنه کېږي.
ښاغلي مایار همداراز وویل چې تر اوسه په افغانستان کې ۱۵۸روغتیايي کارکوونکي هم پر کورونا وېروس اخته شوي دي.
په افغانستان کې د کورونا وېروس په ډېرېدو سره، په روغتونو کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې په موخه د امکاناتو کمي ته اندېښنې ډېرې شوي، خو د روغتیا وزارت ویاند وایي، ظرفیت ورځ تر بلې لوړیږي:
“تراوسه په افغانستان کې دا وزارت ۳۰۰ تنفسي الې یا وینټلیټرې او لس زره بستره لري، موږ پلان لرو چې په ولایتونو کې د ناروغانو جلا ساتلو نورې خونې جوړې کړو، همدا راز تر اوسه لس زره ار اېن اې کیټونه راغلي او ۵۰ زره نور راځي، چې له دې اړخه موږ هېڅ اندېښنه نه لرو.”
دا وزارت د نویو کېټونو تر لاسه کېدو خبره وروسته له هغه کوي چې په تېرو ورځو کې په بېلا بېلو ولایتونو کې روغتیايي کار کونکو او خلکو د کورونا وېروس د تشخیصیه کېټونو له کمښت شکایتونه کړي وو.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ افغانستان کې تازه ۱۳۳ مثبت پېښې ثبت شوې
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو