بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې خیاطۍ او سلمانۍ بېرته پرانیستل کېږي
د افغانستان پلازمېنه کابل کې چارواکو پتېيلې چې د کالیو ګنډلو، د ویښتانو د اصلاح کولو او ځینو نورو اړینو برخو کارکوونکو ته د ځانګړو شرایطو له مخې د کار د بېرته پیلولو اجازه ورکړي.
کابل کې چې حکومت له کابو یوې میاشتې راهیسې د روغتیا، امنيت او اړين توکو له وړاندې کوونکو پرته د نورو چارو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګولی، د ځینو کسبګرو کارونه په ټپه ولاړ دي.
په دغه ښار کې نږدې درې زره د ویښتانو د اصلاح او سلګونه د خیاطۍ یا د کالیو ګنډلو کاروبارونه فعال دي.
د کورونا وېروس د مخنيوي لپاره د بیړني چمتووالي کمېټې پریکړه کړې چې په کابل کې د جامو ګنډونکو، سلمانیو او د بنجاره توکو پلورونکو ته د کار اجازه ورکړي، خو شرط به يې دا وي چې ټولنیز واټن په پام کې ونیسي.
د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه پر تګ راتګ له لګېدلي محدودیت سره په کابل ښار کې ډېر کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ شوي.
د کابل والي او له کورونا وېروس سره د مبارزې د کمېټې مسول محمد یعقوب حیدري وايي، خیاطان به د شپې او د ویښتانو د اصلاح کولو هټۍ به په ځانکړو شویو وختونو کې د کارکولو اجازه ولري.
په افغانستان کې زیات شمېر خلک د اخترونو، د خوښیو د مراسمو او ځینو نورو مراسمو لپاره نوي جامې جوړوي، خو د کورونا ویروس د خپریدو سره هم مهاله تر ډېره په ښارونو کې د ودونو د خوښیو څرک نشته او له دې سره د درزیانو کارونه هم په ټپه ولاړ دي.
خو یو شمېر د ویښتانو اصلاح کوونکي او یا هم نور کاروباریان په کورونو یا هټيو کې په پټه کار کوي.
په کابل کې د سلمانیو د ټولنې مشر حاجي بریالی کامه وال د حکومت د نوې پریکړې هرکلی کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فېروز ویلي، که خلک د کورونا وېروس د مخنيوي په برخه کې د روغتیا پالانو سپارښتنې په پام کې ونه نیسي په درېيو اونیو کې به د دغه وېروس خپریدا لا زیاته شي.
په افغانستان کې د ۱۲۵ تازه پیښو په ثبت سره اوس په دغه وېروس د ککړو شویو کسانو شمېر ۱۸۲۸ کسانو ته ورسېد، چې له دې ډلې یې ۲۲۸ بېرته روغ او ۵۸ هم مړه شوي ډي.