بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ کندهار کې ۲۸ نوې پېښې

Published

on

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کورونا وېروس له امله په ټول افغانستان کې د مثتبو پېښو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وویل په تېرو ۲۴ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا وېروس ۵۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره د اخته کسانو شمېر ۶۶۵ ته ورسېد.

د نوموړي په خبره، تر اوسه د دې وېروس له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۳۸ ترې رغیدلي دي.

د روغتیا وزارت د نویو شمېرو له مخې نویو ۵۸ پېښو کې ډېری په کندهار کې دي چې شمېر ۲۸ دی، ورپسې کابل کې ۱۳، هلمند ۷ ، نیمروز ۶، تخار کې ۳ او په کندوز کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

کندهار کې د ډېر شمېرو پېښو زیاتوالی په داسې مهال دی چې تېره اونۍ په دریو ورځو کې دغه ولایت ته له پاکستان زرګونو کسان واوښتل.

د پاکستان بلوچستان کې هم په سلګونو کسان په دې وېروس اخته دي.

افغانستان کې اول ځل دا وېروس له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ښکاره شو او تراوسه له بل هر ولایت هرات کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ډېر دی.

د هرات د عامې روغتیا رییس په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته ویلي د حوزوي روغتون درې تنه ‌ډاکټران چې په کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي او په خپلو دندو یې کار پیل کړی دی.

تېره ورځ روغتیا وزارت ومنله چې د دې ویروس له امله په پلازمېنه کابل کې د ډاکټر یوسف اریوبي په نوم یو بل افغان ډاکټر هم شوی له دې ناروغۍ مړ شو چې د کابل په (صحت طفل) روغتون کې دنده لرله.

له دې وړاندې د حنیف الله حنیف په نامه هم یو بل افغان ډاکټر پلازمینه کابل کې مړ شوی و.

Trending

Exit mobile version