بی بی سی پښتو کورونا وېروس: هرات کې د تراویح لمونځ Published 6 years ago on غویی ۱۱, ۱۳۹۹ By بی بی سی پښتو د هرات د جامع جومات د چارو سمبالوونکي وايي، لمونځ کوونکي په جومات کې د لمانځه پرمهال د وقایې پخاطر له یو او بل نه په واټن کې درېږي. ویل کېږي د هرات ښار د جامع جومات انګړ د لمانځه تر پیلېدا مخکې په عفوني ضد موادو پاکېږي. د لمونځ کوونکو شمېر ډېر دی او د روغتیايي توکو کنټرول اسانه نه ښکاري. دا چې هرات د ایران په ګاونډکې دی، د کورونا وېروس خطر پکې د نورو سیمو پرتله ډېر دی. د هرات د روغتیا ادارې مخکې د کورونا وېروس د مخنیوي پخاطر پر هر ډول ګڼې ګوڼې بندیز لګولی و. ګڼ لمونځ کوونکي له مخماسک پرته د تراویح لمانځه ته ورځي. خو ځینو لمونځ کوونکو بیا ماسکونه اچولي دي. په اټکلي ډول، هره شپه کابو پنځه زره کسان د هرات جامع جومات د تراویح لمانځه کې ګډون کوي. ځینې وخت د لمونځ کوونکو ترمنځ معیاري واټن هم نه مراعاتېږي. په هرات ښار کې سلګونه کسان په کورونا وېروس اخته شوي او د خلکو ګڼه ګوڼه ښايي دا شمېر لا ډېر کړي. عکسونه د فرهاد تمنا دي.. Related Topics: Trending تازه خبرونه2 days ago په ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول سیمه ییز خبرونه3 days ago د اماراتو له لارې د ایراني وګړو تګ راتګ ودرول شو سیمه ییز خبرونه5 days ago په پاکستان کې د ایران د جګړې په اړه سیمه ییزه غونډه د هرمز تنګي پر بیا پرانستلو راڅرخیږي تازه خبرونه5 days ago افغانانو په لندن او اوسلو کې د پاکستان د یرغل پر ضد لاریون وکړ تازه خبرونه4 days ago په افغانستان کې د ټاپي نللیکې ۲۵ کیلومټره کار بشپړ شوی- د کانونو وزارت نړۍ3 days ago له برید پرته به د ایران په جګړه کې برخه وانخلو – احمد الشرع