بی بی سی پښتو

کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۷۰ نوې پېښې

Published

on

Getty Images

د افغانستان روغتیا وزارت نن د چارشنبې په ورځ( د اپرېل ۱۵) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۷۰ مثبتې پېښې شوې دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، له ۷۰ مثبتو پېښو په کابل کې ۳۱، هرات کې ۲۲، کندهار او غزني کې درې درې، وردګ، کونړ ،ننګرهار او نیمروز کې دوه دوه پېښې، په فاریاب، روزګان او بغلان کې بیا یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د نوموړي په ټکو تازه پېښو سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۸۴ ته ورسېد.

همدارنګه د ننګرهار د کورونا درملنې په مرکز کې تېره شپه دوه ناروغان مړه شوي دي.

دې سره په ننګرهار کې له دې رنځه د مړو شويو شمېر څلورو ته پورته شو.

په دې دوو کسانو کې یو د ننګرهار د ثمرخېلو ولسوالۍ او بل هم د کابل د سروبي اوسېدونکی دی.

له پرون راهیسې خواله رسنیو کې ویل کېږي چې سروبي کې کورونا ډېر کسان نیولي او هم له دې وېروس د کسانو د مړو کېدو خبره کېږي.

د روغتیا وزارت وايي، دې ولسوالۍ ته یې پلاوی استولی چې معلومه کړي چې هلته د کورونا وېروس او که د بل څه له امله کسان مړه شوي دي.

د دې وزارت ویاند ښاغلی مایار وايي، دغه پلاوي ته لارښوونه شوې چې سروبي کې په کورونا وېروس د اخته کسانو درملنې ته یوه ۲۰ بستریزه څانګه جوړه کړي.

د نوموړي په خبره، دې ځانګړې څانګې ته به نوی طبي پرسونل هم ولیږل شي.

ښاغلی مایار زیاتوي، د سروبي ولسوالۍ ګڼ مېشته سیمې به پر مېکروب ضد درملو ومینځل شي.

Trending

Exit mobile version