بی بی سی پښتو
کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۲۷ نوې پېښې او د تجرید مرکز پرانیستل
د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن شنبه(د اپرېل ۱۸) په کابل کې خبریالانو ته وویل،۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۲۷ تازه پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې د دې وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد.
تازه پېښو کې ۱۲ په کابل کې، په پکتیا کې ۷، لوګر کې ۴، هرات کې ۲ او همدارنګه په بامیان او دایکندي کې یوه یوه ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس څخه ۱۳ کسان رغیدلي دي چې د رغېدلو کسانو فیصدي ۱۲ سلنه ده او د مړو شویو شمېره ۳۰ ده چې ۳،۲ سلنه کېږي.
فیروزالدین فیروز په کابل درالامان ماڼۍ د کورونا وېروس د تجرید په مرکز بدله کړه، چې په وینا یې دا ماڼۍ ۲۰۰ بستریز مرکز دی او د هغو ناروغانو لپاره به کارول کېږي چې د کورونا وېروس کمې او یا منځنۍ نښې لري.
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د کابل له ښاروالۍ هم مننه چې وکړه چې په دې ولایت کې ۱۰ زره بستره تجرید مرکز جوړوي.
عامې روغتیا وزارت پلان لري چې په ټول هېواد کې به سل زره بسترې د دې مرکز په څېر نورې هم جوړې کړي، چې دده په ټکو که دا ناورین له کنټروله وځي، نو باید ورته چمتوالی نیولی شوی وي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د چارشنبې په ورځ ویلي و، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي.
- د کورونا په اړه ځانګړې پاڼه
- کورونا وېروس؛ اروپا کې د میلیونونو وګړو پر تګ راتګ محدودیت لګېدلی
- کورونا وېروس ایټالیا کې په یوه ورځ کې ۳۶۸ کسان ووژل
- کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو