بی بی سی پښتو

کورونا وېروس: د کابل، ننګرهار او لغمان ولایتونو ترمنځ پرتګ راتګ بندیز

Published

on

Last Updated on: وری ۲۴, ۱۳۹۹

د کابل ، لغمان او ننګرهار ولایتونو والیانو په یوه غونډه کې پرېکړه کړې چې له سبا ( شنبه ۱۱ اپریل) به د دې ولایتونو ترمنځ په تګ راتګ بندیز لګول کیږي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د لغمان والي آصف ننګ او د کابل والي محمد یعقوب حیدري پرېکړه کړې ده چې دا بندیز به سبا ماښام له اتو بجو پیلیږي او ښايي تر یوې میاشتې دوام وکړي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل ویلي چې د دې ګام موخه دا ده چې له کابله ختیځو ولایتونو ته د کورونا وېروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

کورونا وېروس؛ افغانستان کې په کورونا اخته کسان ۵۲۶ ته ورسېدل

تورخم او سپین بولدک لارې باري ګاډو ته پرانیستل شوې

کورونا وېروس: د افغانستان شپږو ولایتونو کې تګ راتګ محدود شو

ښاغلي میاخیل زیاته کړې چې په کابل کې د کورونا وېروس ۹۵ سلنه پېښې په کابل کې د ننه د وېروس د خپرېدو له امله رامنځته شوې دي، نو د ده په وینا اړینه ده چې ختیځو ولایتونو ته د دې وېروس د پراخېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته شي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري ویلي د کابل په ختیځه برخه څرخي پله، سروبي او نغلو سیمو کې به لارې تړلې وي.

د کابل، ننګرهار او لغمان والیانو لومړی په ننګرهار او بیا په لغمان ولایت کې نن د جمعې په ورځ غونډه کړې وه.

ښاغلي میاخیل ویلي چې د دوی د پرېکړې له مخې په امبولانسونو کې د ناروغانو، خوراکي توکو، درملو او سوداګریزو توکو د لیږد اجازه ورکول کیږي او نور د هر ډول تګ راتګ په وړاندې به د دې درې ولایتونو ترمنځ لارې تړلې وي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د وینا له مخې درې واړو والیانو پریکړه کړې چې امنیتي ځواکونه به دا بندیز څاري او په ځانګړو ځایونو کې به امنیتي سرتیري ځای پر ځای کیږي چې دا پرېکړه عملي کړي.

په کابل کې پر ګرځېدو جدي محدویت لګول شوی او د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره به د دې محدودیتونو په سمه توګه د عملي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي خبر داری ورکړی چې که کابل مېشتې قرنطین عملي نه کړي نو د امنیتي سرتیرو په مټ به له سرغړوونکو سره جدي چلن وشي.

Getty Images
د کورنیو چارو وزارت خبر داری ورکړی چې په کابل کې به پر ګرځېدو محدویت عملي کولو لپاره جدي عمل وکړي

د تازه شمېرو له مخې افغانستان کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۲۶ ته رسېدلې دی.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، تېرو ۲۴ ګړیو کې ۴۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي دي. .

د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار د جمعې په ورځ وویل، نوي ناروغان ۱۶ کابل، ۸ هرات، ۲ لوګر، ۲ دایکندي، ۲ تخار او یو یو بامیان پروان، غور، باغېس او نیمروز کې ثبت شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست ویلي په دغه ولایت کې د کورونا وېروس ۷ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په دې سره په کندهار کې د مثبتو پېښو شمېر ۳۹ ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت مالومات وايي، تراوسه افغانستان کې له کورونا ۳۲ کسان رغېدلې شوي او ۱۵ مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version