تازه خبرونه

کووید -۱۹ د افغانستان د خلکو اقتصادي وده زیانمنه کړی – نړیوال بانک

Published

on

Photo credit: World Bank
(Last Updated On: چنګاښ ۲۶, ۱۳۹۹)

د نړیوال بانک د تازه اقتصادي راپور د موندنو له مخې؛ د کوويډ ۱۹ وایرس د خپرېدو له کبله په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د افغانستان اقتصادي وده له ۵.۵ څخه تر ۷.۴ سلنه پورې کمېږي او دا وضعیت به له یوې خوا بېوزلي او نیستي ډېره او له بلې خوا به د دولت د عوایدو کچه به په پراخه کچه راټیټه کړي.

دې راپور، چې د توپان پر وړاندې درېدل تر سرلیک لاندې خپور شوی؛ د افغانستان پر اقتصادي ودې د کوویډ- ۱۹ ویروس د خپرېدو اغېزې، د امنیتي وضعیت پېچلتیا، د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو پر کچه شکونه او له طالبانو سره د احتمالي سیاسي هوکړې پایلې په کې څېړل شوې دي.

دغه راپور دا ګواښ هم په ډاګه کړی، چې د عوايدو کچې د ټېټېدو او د خوراکي موادو او د کورنيو د نورو لومړنيو اړتیاوو د قیمتونو د لوړېدو له کبله ښايي د هغو افغانانو شمېر، چې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي؛ په ۲۰۲۰ کال کې د تېرو درې کلونو په پرتله، چې ۵۵ سلنه و، ۷۲ سلنې ته لوړ شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر مشر هینري کرالي وايي: د کرونا ویروس د خپرېدلو له کبله رامنځته شوي ناورین د افغانانو د ژوند پر حالاتو پوره اغېز کړی دی. له بلې خوا د حکومت د عوايدو د کچې ټېټېدل د دې لامل شوي، چې اړوندې ادارې ونښي کولی د خلکو د روغتيا ساتنې لپاره مالي سرچينې، د ټولنې بېوزله خلکو ته د معیشت د ترلاسه کولو پروګرامونه او په ټوله کې د هېواد د چټکې اقتصادي ودې لپاره پروګرامونه جوړ کړي.

د دې راپور موندنې ښيي، چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ښارونو د قرنطین او د کوويډ -۱۹ ویروس د ډېر خپراوي د مخنيوي په موخه د وقايوي تدابیرو له کبله د اقتصادي فعالیتونو کچه کمه شوې او دې کار د صنایعو او خدماتو سکتورونو پر فعالیتونو پوره منفي اغېز کړی دی. سربېره پر دې، چې د کښت او د کرنیزو محصولاتو د تولید په کچه کې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال له وچکالۍ وروسته زیاتوالی راغلی؛ خو د صنعتي تولیداتو کموالی او له یوې خوا خدماتو ته د تقاضا کموالی او له بلې خوا د سوداګرۍ د کسر له کبله د عوايدو کمېدل او د مالياتو د ټولولو کمېدل، د افغانستان پر مالي نظام فشار له حد زیات ډېر کړی دی.

د رامنځته شوي ناورین د ناوړه اغېزو د له منځه وړلو په موخه د نړیوال بانک دغه راپور د دولتي لګښتونو پر محتاطانه ډلبندۍ ټینګار کوي او موخه يې له ټولو زیانمنونکیو برخو څخه ملاتړ او په اوږدمهال کې د اقتصادي زینونو محدودول بلل کېږي.

دغه راپور همدارنګه د نړیوالې ټولنې لخوا د دوامدارو مالي مرستو پر اړتیا ټینګار کړی، چې د نړیوالو مرستو د برابرولو له لارې د دې هېواد په کورنيو عوايدو کې رامنځته شوی کموالی پوره او کافي اندازه مالي سرچینو ته لاسرسی رامنځته او د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په موخه ولګول شي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک ګروپ د دفتر مشر، هینري کرالي په دې اړه وايي:  د ناورین په اوسني وخت کې له زیانمن شویو کورنيو څخه د ملاتړ په موخه اړتیا ده، چې چټګ او لنډمهاله ګامونه پورته شي. له بلې خوا، د تجارتي قوانینو او مقرراتو په تنظیم کې آسانتیاوې رامنځته کول او له عامه خدماتو څخه دوامداره او ثابت ملاتړ په اوږدمهال کې د وضعیت په ښه کېدو کې مهمه ونډه درلودی شي.

د نړيوالې ټولنې او پراختيايي شریکانو دوامدار ملاتړ د افغانستان د حکومتي ادارو د فعالیتونو د پرمختګ او پراختيا لامل کېږي او په پایله کې د خصوصي سکتور د باور د بېرته ترلاسه کولی لامل کېدای شي. نړیوال بانک د لنډمهاله پروګرامونو د پلي کولو او په اوږمهال کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د بستر جوړولو په برخه کې به د افغانستان له دولت سره نږدې همکاري وکړي.

https://documents.worldbank.org/en/publication/documents-reports/documentdetail/132851594655294015/afghanistan-development-update-surviving-the-storm 

Trending

Exit mobile version