بی بی سی پښتو
“کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه ټکنۍ کړې”
په افغانستان کې روغتیايي چارواکي وایي، چې دغه هېواد کې په روان زیږدیز کال کې د ګوزڼ “پولیو” ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
سږکال د ګوزڼ ثبت شوي پېښې د نورو کلونو پرتله یوازې تر سویلي ولایتونو پورې را لنډې نه دي، بلکې د دغه هېواد په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې هم ثبت شوي دي.
په روان ۲۰۲۰ کال کې د ګوزڼ ۳ پېښې په کندهار کې، دوه یې په هلمند کې، یوه یوه په زابل، کوڼر، لغمان، فراه ، نیمروز، هرات، بدخشان او بلخ کې ثبت شوي دي.
- ‘څه باندې یو میلیون افغان ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې شوي’
- هلمند او روزګان کې د پولیو درې تازه پېښې ثبت شوې
- “نیم میلیون هلمندي ماشومان د پولیو له ګواښ سره مخ دي”
د روغتیا وزارت د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ بي بي سي ته وویل، چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ګوزڼ ضد کمپاینونه نه دي ترسره شوي .
د ښاغلي راسخ په خبره د کوویډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د لګېدلو بندیزونو او د دغه ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه د دوی پروګرام ځنډېدلی خو تمه ښيي، چې جولای میاشت کې به بېرته پیل شي .
نوموړي وایي، دوی هرکال په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین لس کمپاینونه پلي کوي، چې د ده په خبره سږکال یې یوازې دوه کمپاینه ترسره کړي دي .
ښاغلی میرجان راسخ وایي، دوی د پولیو وېروس د هېواد په یوې ځانګړې جغرافیه کې کلابند او محوه کولو ته یې نژدې شوي وه .
د نوموړي اشاره د افغانستان سویلي ولایتونو ته وه، چې تېرکال د ۲۶ مثبتو پېښو څخه ۱۹یې په کندهار، ارزګان او هلمند کې وه .
د روغتیا وزارت وایي، د کورونا وېروس له کبله لګېدلو بندیزونه او د دوی د پروګرام ځنډېدل د دې لامل شوه، چې سږکال دغه ویروس یو ځل بیا د هېواد هغه سیمو ته ولېږدول شي، چې هلته یې پېښې صفر ته را ټیټې شوي وې.
د روغتیا وزارت د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ وویل، چې جولای میاشت کې به یو ځل بیا د ګوزڼ ضد کمپاینونه پیلوي او د هغه لپاره یې سره له اوس چمتوالي پیل کړي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو زیاتې پېښې په ۲۰۱۹ کال کې ۲۶ د ګوزڼ پېښې ثبت شوي، په ۲۰۱۸ کال کې ۲۱، په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۶ کې یوازې ۱۳- ۱۳ پېښې ثبت شوي وې.
له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې ګوزڼ په افغانستان کې۳۹۴ تنه کوچنیان د تل لپاره معیوبه کړي، چې تر ټولو زیاتې پېښې په ۲۰۱۱ کې اتیا او تر ټولو لږې پېښې په ۲۰۰۴ کال کې یوازې ۴ پېښې وې.